طالبان د اقتصادي ستونزې د حل دپاره، مس عینک درنګ ته سترګې نیولي، خو هلته به د بدها مجسمې روغې پاته شي؟

طالبان وایي اوس د مس عینک په سیمه کې د تاریخي آثارو ساتنه کوي

واشنګټن - د افغانستان لېرې پرتې سیمې په خړو غرونو کې د جوړ غارونو دننه د ناست خاموش مراقبه بدها مجسمې دي. په سوونو مټره لاندې دغلته فکر کیږي چې د نړۍ ترټولو لوی د کاپرو/مسو ذخیري پرتې دي.

د افغانستان واکمنه طالبانو خپل امیدونه دغو ذخیرو پورې تړلي چې ګنې چین به یې نقدي پیسو ته بدلوي چې نړیوال بندیزونو له کبله غورزیدلی اقتصاد ورباندې راپورته کړي.

د کابل په سوېل غرب کې د نړۍ دویمه لویه ذخیره د مس عینک وادۍ کې د یوې اندازې ترمخه د یو کرب ډالرو ده. د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې کلونه مخکې د بدها مجسمه طالبانو نړولې وه.

په هغه ګام باندې د نړۍ لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلی وو. خو اوس په مس عینک سیمه کې د پاته نورو بدها مجسمو ساتنه کوي. په دغه ځای کې د طالبانو د امنیتي ډلې مشر حکم الله مبارز وایي دا ځکه چې ورسره مس عینک درنګ موجود دی په کوم کې چې چین د اربونو ډالره سرمایه کارۍ ته لار جوړیږي. د بدهـ مذهب پیروکارو نزدې دوه زره کاله وړاندې دغه اثار جوړ کړي دي.

ښاغلی مبارز وايي؛ د دې ساتنه "مونږ او چینیانو لپاره ډیره مهمه ده".

د دې نه وړاندې حکم الله مبارز پخوا هم دې خواوشا سیمو کې د امریکا ملاتړ افغان ملي اردو پرضد جګړو کې اخته وو. د طالبانو دا لوی بدلون د افغانستان هغه ذخیرې ښکاري کومې چې لاهم نه دي راویستل شوي. د اندازو ترمخه د یو کرب ډالرو دغه ذخیرې د افغانستان پرله پسې واکمنو د هیواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره زیاتې مهمې ګڼلي دي.

اوس یو شمیر هیوادونه لکه ایران، روس او ترکي د سرمایه کارۍ هڅې کوي چې د امریکا د وتلو ورستو پاتې تشه ډکه کړي خو چین په دغه ټولو زورور دی. د طالبانو افغانستان کې په واک کې د راتلو ورستو دا تر ټولو لويه د اسیا سیمه ییزه نقشه کې لومړۍ پروجه/منصوبه کیدای شي.

کال 2008 کې د پخواني صدر حامد کرزي د واک په موده کې د چین سره ایم سي سي په نامه ګډه پروجه د دیرشو کالو لپاره لاس لیک کړې وه خو د سامانونو او لوظنامې سره تړلو ستونزو په سر پروجه وتړل شوه او په کال 2014 کې د تشدد په پيښو کې د زیاتوالي په سبب چینیان د سیمې نه ووتل.

د اګست په میاشته کې د واک اخستو ورستو طالبانو شهاب الدین دلاور د کانونو/درنګونو د چارو وزیر وټاکه. نوموړي سمدستې خپل مامورینو ته امر وکړ چې د چین سرکاري شرکتونو سره د مس عینک درنګونو په اړه تماس ونیسي.

د چارواکو په وینا، د یاد وزارت د خارجه اړیکو د چارو مشر زید رشیدي سره یوې ډلې رابطه وکړه کوم چې د ایم سي سي چاینا مټلرجیکل ګروپ کارپوریشن او جیانګزي کاپرشرکت په غړو مشتمل وه.

د وزارت چارواکي وايي چې وزیر شهاب الدین دلاور په تیرو شپږو میاشتو کې دوه وارې د ایم سي سي شرکت د چارواکو سره ناسته کړې ده.

د ایم سي سي شرکت یو تکنیکي کمیټې امکان دی راتلونکو اونیو کې د کابل سفر اوکړي چې پاتې نیمګړتیاؤ باندې خبرې سرته ورسوي چې پکې د اثارو محفوظه ځای ته وړل مهمه موضوع ده.

ښاغلی رشیدي وايي: "نړیوال شرکتونو په غیرموجودګۍ کې چینائي شرکتونه دا یوه غوره موقه ګڼي."

افغانستان کې د چین سفیر ويلي خبرې روانې دي خو نور څه نه دي شوي. په نړئ کې د پیداواري صلاحیت مرکز ځان ساتلو لپاره چین ته معدنیات انتهائ مهمه دي. که څه یي هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو خپل ځان یې د نړیوالې ټولنې ویستلی او د افغانستان کنګل شوو اثاثو د خلاصولو غوښتنې ئ کړي او په افغانستان کې يي خپل سفارتي هلې ځلې هم جاري ساتلي دي.

د حکومتي چارواکو او شرکتونو د غړو له قوله د افغانستان لپاره د مس عیینک ممکنه لوظنامه د کال په سر 250 نه تر 300 ملیونه ډالرو پورې امدن راوړلی شي کوم چې د ریاست مجموعي امدن 17٪ جوړیږي.

ددې ترڅنګ 800ملیون ډالره به د لوظنامې تروخته فیسونو کې هم افغانستان ته ورکول کیږي. د امریکا صدر جوبائيډن حکومت لخوه د افغانستان اثاثې کنګل کولو او نړیوالو فنډونو تړلو له کبله په اقتصادي توګه ځپل شوي افغانستان لپاره دا لوی رقم دی.

د مس عینک دوه زره کاله زوړ د بدها ښار په اقتصادي انجن لپاسه پروت دی کوم چې کال 1960 کې د فرانس زمکني علومو ماهرانو کشف کړي وو. ګمان کیږي دا ځای زرګونه کاله وړاندې د ريښمو لوئۍ لارې یو اړخ ته مهمه اډه وه. په کال 1970 لسیزه کې د روس لخوه د یرغل ورستو روسانو د کاپرو ویستلو لپاره سرنګونه کښنستي وو او د دغه سرنګونو نخښې نښانې اوس هم موجود دي کوم چې القاعده وسله والو د مورچو په توګه کارول او په کال 2001 کې امریکا یو سرنګ په دغه کې په بمبارۍ کې هدف کړی هم وو.

لوټمارو یو شمیر ددغه تاریخي اثار غله کړي دي خو بیا هم په کال 2004 کې په لږ کښنستلو سره نور اثار د یوې ودانۍ دغلته کشف کړل چې پکې څلور خانقاه ګانې، د میسو کارکولو ځائ او یو اډه شامل دي. ددې څرګندیږي چې دا ځائ د غربي نړۍ کاروباریانو او چین څخه د زیارت کونکو د تګ راتګ لوئۍ لارې یوې غاړې ته د بدمذهب منونکو یو لوئۍ مرکز وو.

د طالبانو د درنګونو دچارو وزیر ښاغلي دلاور وئيلي چې ددې ځائ محفوظ ساتلو لپاره کلکه ژمنه لري او په بیجنګ کې ئ د ایم سي سي سترمشر ته وئيلي دا دغه تاریخي اثار د افغانستان د تاریخ برخه ده.دا خبره د یاد وزارت چارواکو کړې. دوی خوشبینه دي چې دغه لوظنامه د ایم سي سي سره لاس لیک شي.