په سریلانکا کې د تاوتریخوالي له لاریونونو وروسته بیړنی حالت اعلان شوی

د سریلانکا ولسمشر ګوټابیا راجاپکشا په دغه هېواد کې تر ټولو د ناوړه اقتصادي ناورین پرسر له تاوتریخوالي څخه د ډکو لاریونونو په غبرګون کې د جمعې ناوخته بیړنی حالت اعلان کړی.

د دغه هېواد روان اقتصادي ناورین په تېرو څو لسیزو کې ساری نه لري.

راجاپکشا ویلي، دغه پرېکړه یې د عامو خلکو د امنیتي ګټو لپاره کړې چې نظم پر ځای پاتې شي او اړین خدمات ترسره شي.

د سریلاناکا په پلازمېنه کې د راجاپکشا د استوګنځي مخې ته په سلګونو لاریون کونکو له پولیسو او پوځ سره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ نښته وکړه.

پولیسو ۵۳ کسان ونیول او د جمعې په ورځ یې کولمبو ته په تلو راتلو باندې ګرځ بندیز ولګوه.

په سریلانکا کې دغه وروستي لاریونونه د تېلو په ګډون د اړینو او نورو توکو د کموالي پرسر راپورته شوي.

د هندي سمندر په دغه ټاپو هېواد سرېلانکا کې چې کابو ۲۲ میلیونه وګړي لري د ورځې تر ۱۳ ساعتونو پورې هم برېښنا یا بجلي‌ نه وي په داسې حال کې چې حکړمت د تېلو د وارداتو لپاره د بهرنیو پیسو په برابرولو باندې کار کوي.

ددغه هېواد د سیلګرۍ ګټور سکتور د کورونا وبا له امله ځپل شوی او په خلکو باندې د ټکسونو اندازه ډېره زیاته شوې ده چې راجاپکشا یې د ۲۰۱۹ کال په د ټاکنو د کمپاین پر وخت ژمنه کړې وه.

د سریلانکا عادي وګړي د ګرانۍ او انفلېشن سره مخ شوي په ځانګړي ډول کله چې ددغه هېواد پیسه تېره میاشت د پیسو د نړیوال مالي‌ ادارې آی ام یم سره د پور د پروګرام پر سر له خبرو مخکې ډېره بې ارزښته شوه.

د ۱۱ سیاسي ګوندونو یو ایتلاف له راجاپکشا څخه وغوښتل چې کابینه منحل کړي د ټولو ګوندونو په ګډون یو حکومت رامنځ کړي چې له اوسني ناورین سره مقابله وکړي.

سریلانکا داسې یو هېواد دی چې د سیمیزو رسنیو په باور هند او چین دواړه پکې د خپل اغېز د خپرولو هڅه کوي.

پولیسو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د راجاپکشا د کور مخې ته وروسته له هاغې په لاریون کونکو باندې اوښکې بهونکي ګاز او د اوبو ډبي وکارول کله چې دوی د پولیسو او پوځ ګڼو موټرو ته اور ورته کړ.

چارواکو ویلي، لږ تر ۲۴ پولیس په دغو نښتو کې ژوبل شوي خو د ژوبلو لاریون کونکو په اړه یې د معلوماتو له ورکول ډډه وکړه.

د سریلانکا د سیلګرۍ وزیر پرسانا وویل،‌ له داسې لاریونونو سره د سیلګرۍ د ځپل کېدو له امله اقتصاد ته زیان رسېږي.

په دغه هېواد کې د ملګروملتونو استازې حانا حمدي په نښتو کې له ټولو ډلو څخه غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي.

هغې وویل، مونږ حالات څارو او د تاوتریخوالي په راپورونو باندې اندېښمن یو.

په دغه هېواد کې د ونډو بازار په پرلپسې دریمه ورځ د جمعې په ورځ هم تړلی وو.