211 ورځې کېږي د نجونو سکولونه بند: امریکا وایي به دا له نړیوالو سره د طالبانو پر اړیکو بد اغېز وکړي

واشنګټن ـــــ امريکا هم د يورپي پارلیمان، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو وروسته د طالبانو نه د جينکو د سکولونو پرانیستلو غوښتنه کړې ده، خو طالبانو 211 ورځې وروسته لا هم د جینکو سکولونه بند ساتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د طالبانو له حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د شپږم ټولګي‌ نه پورته جينکو سکولونه دې زر تر زره پرانیزي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون د یوې پوښتنې پر مهال ویلي چې د طالبانو له خوا د جينکو د زدکړو ځنډولو په میلیونونو افغانان مايوسه کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د طالبانو حکومت د ژمنې سره سم د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ په دغه هیواد کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شوي وای، خو طالبانو وویل چې یاده پرېکړه تر بل امر پورې ځنډول شوې ده.

خو د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وینډ پرایس د ښوونځیو بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړه د هغوی ژمنې خلاف بللې ده.

د ښاغلي پرایس په وینا که چېرې د یو هیواد نیمايي نفوس له زدکړو څخه محروم شي، هغه هیواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې پرمختګ نشي کولای.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زدکړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

ښاغلي پرایس ویلي:"که چیري دغه دا پرېکړه بیرته وانه خیستل شي او که په سمدستي توګه ونه منل شي دا به د پام وړ جدي اغېزې ولري.دا به له طالبانو سره د امريکا او نړیوالې ټولنې په تعلقاتو بدې اغېزې واچوي.

د دې نه وړاندې یورپي پارلمان، د بخښنې نړيوال تنظيم يا ایمنیسټي انټرنېشنل او د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر هم ویلي، د نجونو د سکولونو بندول له نړۍ سره د طالبانو د ژمنو خلاف کار دی.

د یو این ایچ سي آر ویانده شابیه منټو وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حالت په اړه سخت اندېښمن دي

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل وايي نړۍ باید له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو حقونه او د نجونو تعلیم سره کرښه وټاکي.

تېره اونۍ د افغانستان یو شمېر دیني علماوو او مېرمنو هم په کابل کې د ملي ډایلاګ پر مهال د ټولو نجونو لپاره د ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دغو دیني علماوو د ملي ډایلوګ پرمهال وویل چې د نجونو تعلیم یو ضرورت دی او اسلام جواز ورکړی دی.

شاوخوا اووه میاشتې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او له ژمنې سره سم یې د مارچ پر 23مه د هلکانو په ګډون د نجونو سکولونو هم پرانیستل، خو تر څو ګنټو وروسته یې بیرته تر نامعلومې مودې پورې بند کړل.

د طالبانو د تعلیم وزارت وايي، پر داسې پلان کار کوي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول سکولونه بېرته پرانېزي. د طلوع نیوز د خبر له مخې د وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، د اسلامي او افغاني اصولو پر بنسټ د یوه داسې میکنیزم پر جوړولو کار کوي چې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې ښوونځي ته لاړې شي.