واشنګټن - د شمالي کوريا سرکاري مېډيا وايي، د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د دې ميزاېل د ازماېنې څارنه اوکړه، چې په ظاهره داسې ښکاري چې د جوهري وسلې وړلو توان لري.
سرکاري اخبار روډانګ سېنمن د دغې مېزاېل تصويرونه هم خواره کړي چې ښکاري د وړې فاصلې پورې ويشتل کولی شي او د يو ګاډي نه اوچتېږي،چې کېم جونګ يې په ساحل د يو بل ګاډي نه څارنه کوله.
د سرکاري اخبار دغه رپوټ زياتوي چې دې نوي مېزاېل سره به د شمالي کوريا د توپخانې يونټه نوره قوي شي او د لنډې فاصلې د پاره به د جوهري وسلو استعمال نور موثره شي.
د کارنېګي مرکز څيړونکی آنکيت پانډا وايي،دغه نوی راکټ په کال ۲۰۱۹م کې ازماېل شوي مېزايلو کې-اېن ۲۳ او کې-اېن ۲۴ په څېر ښکاري.
هغه زیاتوي: "دا درې واړه د لنډې فاصلې په جوهري جګړه کې په کار راتلی شي، زه نه پوهېږم چې هغوي داسې بل د لنډې فاصلې ميزاېل ولې جوړ کړو."
د جنوبي کوريا پوځ د اتوار په ورځ ويلي شمالي کوريا د خالي په ورځ ماځيګر شپږ بجې دوه پروجېکټاېل ازمايلي چې ۲۵ کلومېټره اوچتوالي سره يې ۱۱۰ کلوميټره فاصله وهلې، چې وړاندې د شمالي کوريا لخوا ازماېل شوي لنډې فاصلې د مېزايلو نه يې هم کم الوت کړی.
دا معلومه نه ده چې د وسلې د ازماېنې په اړه ولې د شمالياو جنوبي کوريا خبرونه د يو بل نه بدل دي.
شمالي کوريا يو شمېر داسې بېلسټک ميزايلې هم ازمايلې دي چې تر امريکا پورې رسېدلی شي، خو د شمالي کوريا د وړې فاصلې جوهري مېزاېلې د امريکا ملګري هېوادونو جنوبي کوریا او جاپان د پاره خطرې پېدا کوي.
په داسې حال چې شمالي کوريا د خپلې وسلې نماېش کوي امريکا او اتحاديان يې هم د خپل پوځي توان ښکاره کولو د پاره هلې ځلې ګړندۍ کړي دي ،تېره هفته د امريکې جنګي جهاز وړونکي بېړۍ د جنوبي کوريا په نړيوالو اوبو کې داخله شوې، او جنوبي کوريا او امريکا به د د ې مياشتې تر آخېره پوځي مشقونه هم پېل کړي چې پکې به د کال ۲۰۱۸ م په پرتله زياته درنه وسله کارول کېږي.
په ورته وخت کې د شمالي کوريا چارواکو د جوهري وسلو په اړه د امريکا لخوا د خبرو بيا شرو کولو بلنه رد کړې ده. د شمالي کوريا مشر کېم او د امريکا د صدر ټرمپ ترمينځ دغه خبرې اترې په کال ۲۰۱۹ م کې په دې خبره ختمې شوې وې چې شمالي کوريا دې په بنديزونو کې د نرمۍ په بدل خپل جوهري پروګرام ختم کړي.