د افغانستان د پلازمينې کابل په 18 حوزه کې د عبدالرحيم شهيد ليسه (هايي سکول) سره نزدې په چاودنو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او 11 نور ټپيان شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کابل پوليسو وياند خالد ځدران په ټويټر ويلي،
"نن غرمه 10 بجې دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته په بيلابيلو چاودنو کې د لومړنیو معلوماتو لمخې زمونږ 6 تنه هيوادوال په شهادت رسېدلي او 11 نور ټپیان شوي".
له دې وړاندې نوموړي ويلي وو،
"دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید په ليسه کې دي درو بيلابيلو چاودنو له امله زموږ شیعه هيوادوالو ته تلفات اوښتی چې جريان به یې وروسته شریک کړو".
ويل شوي چاودنې هغه وخت شوي چې د سکول څخه زده کوونکو رخصتي کوله.
د ځايي ميډیا ترمخه په چاودنو کې د 30 پورې کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
د اېمرجنسي اېن جي او په نوم ټويټر اکاونټ ويلي،
په کابل کې د سکول سره نزدې دوه چاودنې شوي، تراوسه پورې د چاودنې د ځای څخه زمونږ روغتون ته اووه ژوبل ماشومان راوړل شوي دي.