د برتانيې ټېليګراف ورځپاڼې د اروپاېي کمېشن د معلوماتو ترمخه په خپل یو رپورټ کې ویلی دي چې ډېر امکان دې د فرانس او جرمني د خوا نيزدې د درېو سوو ملينه ډالرو پوځي ساز وسامان روس په او کراېن کې کارولی وي.
اخبار په خپل رپورټ کې ليکي چې په کال دوه زره څوارلسم کې د کراېميه د نیولو وروسته روس ته په وسله ورکولو د يورپی هېوادونو لخوا د بندیزونو باوجود دا الات ورکړل شوي وو.
خو جرمني د خپلې سودا دفاع کړی ده او ویلی دي چې دا الات د غبرګو مقصدونو د استعمال د پاره وو او روس ورته ویلي وو چې پوځي نه بلکه د ولسي مقصدونو د پاره يې دا سامان پکار دی.
د ټيليګراف د رپورټ ترمخه روس ته لېږل شويو الاتو کې بمونه، راکټې، میزایلې او ټوپکې شاملې وې.
ورځپاڼه ليکي چې فرانسوي کمپنۍ د روس د زرو نه د زیاتو ټېنکونو د پاره د درجه حرارت عکس اخېستونکې کېمرې او دغسې د جنګي جازونو او هېلي کاپټرو د پاره د نېوي ګېشن سیسټمې ورلېږلې وې.
د ټيليګراف د رپوټ ترمخه د یورپي اتحاد لږ تر لږه د لسو ملکونو د خوا روس ته تر د درې سوه اتېا ملينه ډالرو پوځي سامان ورلېږل شوی دی. چې په کې اته اویا فيصده برخه د جرمنياو فرانس ده.
ورځپاڼه ليکي چې روس ته د پوځي الاتو په ورکونکي نورو يورپي هېوادونو کې برتانيه، اټلي، اسټريا، بلغاريه او چېک رېپبلک شامل دي.
اوکراین: که روس دلته کامیاب شي نو نور اهدف هم لري
د روس د مرکزي پوځي ضلعې ناېب کمانډر جنرل روستم مينېکاېف ویلي دي که په اوکراېن کې کامیاب شول نو ماسکو به نور ملکونه هم قبضه کوي. او زیاته کړی يې وه چې د اوکراین جنوبي او مشرقي سيمې د نیولو وروسته به دا د بېلې شوی صوبې مالډوه سره تړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ هم دا خبره نېولې وه او په خپله وېنا کې يې ویلي دي چې د جنرل خبرې د ده خبره تاېد کړې کومه چې دا بار بار کړی چې اوکراین نیول د روس ابتدا ده. او روس به تر اوکراین پورې پاتې نه شي.
د روس سرکاري خبري اژانس د مينېکاېف د خولې ویلي دي چې ماسکو غواړي د اوکراېن مشرقي ډونباس سيمه ټوله ونيسي. کومه به چې کراېميه جزیره نما ته یوه ځمکنۍ لاره په لاس ورکړي او بیا د اوکراېن په جنوب کې تر د مالډوه پورې ټوله سیمه ونيسي. د دې معنا دا ده چې روس به نور په سوونو ميله لرې پورې دا جګړه جاري ساتي.
مالډوه د روس سفير ته د جنرل په وېنا سخت احتجاج کړی دې.
د امریکا د سټېټ ډېپارټمنټ ویاندې جلينه پورټر د روس د جنرل په وینا د خبرې نه انکار کړی خو ویلی دي چې واشنګټن د مالډوه د خپلواکې په کلکه سره احترام کوي.
د اوکراین د دفاع وزارت ویلی دي چې د جنرل وینا د روس د علاقو نه نيولود ارادو وړاندنې دريځ دروغ ثابت کړی دې.
د روس ولسمشر ولاديمير پوټېن وړاندې ویلي دي چې روس په اوکراین د مستقل قبضې ارادې نه لري. په کال دوه زره څوارلسم کې روس په کراېميه قبضه کړی وه. نړیوالې ټولنې د روس ګام غندلی وو.
روس د جمعې په ورځ په لومړي ځل منلې ده چې د میزایلو جنګي بېړۍ مسکوه په ډبېدلو کې مرګ ژوبله رامخې ته شوی ده. روس ویلی دي چې یو تن مړ او اوویشت کسان لادرکه شوی دي.
اوکراېن او امريکا ګڼي بېړۍ د اوکراېن په ميزاېلو لګېدلی وه خو روس وایي دا د اور لګېدلو په وجه ډوبه شوی ده.
د امریکا او اروپا مشران د اپرېل په ۲۶ په جرمني کې د اوکراین د اړتیاو په اړه خبرې کوي:
پېنټاګان د جمعې په ورځ ویلی دي چې د امریکا د دفاع وزير لاېډ اسټن به د اپرېل د مياشتې په شپږويشتمه نېټه په جرمني کې د شلو نه د زیاتوملکونو دفاعي او پوځي مشرانو سره ويني او دوي سره به د اوکراین د دفاعي ضرورتونو باندې خبرې کوي.
زېلېنسکي د جمعې په ورځ ویلی دي چې دوي د خپل دفاع د پاره د وسلو ترلاسه کول کړي دي.
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو اوکراین ته درنه وسله لېګلی ده.
د امرېکې خارجه وزیر اېنټېني بلېنکن د جمعې په ورځ واشنګټن کې د اوکراین وزيراعظم ډېنېس شمایل سره لېدلی دي او د روس د بې دليله او وحشیانه یرغل نه د خپلې دفاع د اوکراین د حق د ملګرتیا عظم يې څرګند کړی.
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ ویلی دي چې سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرېش به د نهې یا د سه شنبې په ورځ د روس د ولسمشر پوټېن سره ویني. او د خارجه وزیر سرګۍ لاوروف سره به هم ملاقات کوي.
د زیارت په ورځ به ګوټېرېش اوکراین ته ورځي او هلته به د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي او خارجه وزير ديميتري کوليبا سره ملاقات کوي.
د اوکراین د شخړې د هواري د پاره د روس او اوکراین چارواکو پرله پسې یو بل سره لیدلی دي. خو دواړه ډلې په یو بل په دغو غونډو کې د شوي ژمنو د سرغړونې تورونه لګوي.
په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د جمعې په ورځ ویلي دي چې په اوکراین کې د روس د جنګي جرمونو یو شمېر شواهد رامخې ته شوي دي. خو زیاته کړی ده چې داسې ښکاریږي چې اوکراین هم د بې توپیره وسلې څخه کار اخېستی دی.