واشنګټن - د يوکراېن په لکاشيفکا کلي کې د تور کاڼي او خښتې جوړه ګرجه يا چرچ اوس د روس پوځونه د وسلې د ګودام په توګه کاروي. د دغه کلي خلک وايي، يوکراېني پوځونو هم په دغه چرچ بمباري کړې چې روسي پوځونه ترې اوباسي.
د اوکراین په شمال کې په دغه کلي کې مېشت عيسايي وګړو د اتوار په ورځ خپل کليز اختر، ايسټر اونه لماځلو، ځکه چې د دغه کلي يواځنی چرچ د روس پوځيانو نيولی دی.
د چرچ زرینو ګنبدونو کې يو ګنبد ته هم په بمبارۍ کې زیان رسېدلی دی.
د دغه کلي اويا کلنه ويکټوريا وايي، "دا ډېره د افسوس خبره ده".
ځايي خلک وايي د لکاشيفکا دغه چرچ ډېر زوړ دی چې په دويم جنګ عظيم کې هم بچ پاتې شوی او د شوروي اتحاد په زمانه کې هم د هغه وخت د حکومت نه بچ شوی چا چې په مذهبونو سخت بنديزونه لګولي وو.
د دې ځای خلک اندېښمن دي چې اوس به د دغې چرچ په بيا رغونه ډېره زمانه لګي چې خپل پخواني حالت ته راوستل شي، ځکه چې په بمبارۍ کې ورته لوی زيان رسېدلی دی.
د جنګ د لاسه د دغه سيمې خلک د ګېس نه هم بې برخې دي ځکه دوی په ايسټر کې خصوصي ډوډۍ هم نه ده پخه کړې.
دغلته يو پوځي پادري چې په خلکو کې ډوډۍ او د باېبل دعاګانې ويشي، وايي "څنګه چې عيسی بیا بيا راوچت شوی و هم دغسې به يوکراېن هم بيا راوچت شي."
دغه پادري په ځايي خلکو غږ اوکړو چې په ماريپول ښار کې په جنګ کې ښکېل يوکريني پوځيانو له دې د بريا دعاګانې اوکړي چرته چې روس د جمعې په ورځ درنې بمبارۍ کړې وې.