ماما قدير:د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی

ماما قدير بلوڅ

د بې درکه بلوڅانو دپاره غږ پورته کوونکي تنظيم (وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ وايي د بې درکه بلوڅانو د موندنې اختیار او اصل واک د پاکستان د پوځ سره دی.

د ماما قدير په خبرہ د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف له لوري دا خبره کول چې دی به د لادرکه کسانو په حقله له هغه چا سره خبري اتري کوي د کومو چې واک په لاس کې دی، د دې خبري دلالت کوي چې په پاکستان کې اصل واک له پوځ او له سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه سره ده.

د ماما قدير په خبره " ايا د پاکستان د ايين د "قانون" مطابق د وزير اعظم څخه زيات بل څوک زيات اختيار لري؟، د شهباز شريف دا اعلان د دې مکمل تاييد کوي چې د هيواد اصلي واکداره پوځ او د هغه سر لښکر باجوہ دی، ګورنر، وزير اعلا، وزير اعظم دا ټوله بې اختياره دي، مونږ که په دې اړه بيا کله خبرې کولې نو مونږ به يې مخامخ د ارمي له مشر او يا د ايي ايس ايي له مشر سره کوو او له دوی به غواړو چې د بې درکه کسانو مسله تاسو حل کړئ".

ماما قدير دغه خبرې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د هغې خبرې په ځواب کې کړې چې شهباز شريف په وروستيو کې د کوټې سفر کړی او ويلي يې وو له قانون سره سم به د لادرکه کسانو ستونزې د حل کولو هڅه کوي.

هغه د اپريل په 23مه د کوټې په يوه ورځنی سفر کې د خضدار او کچلاغ ترميان د سړک د پراخېدو پرانست غونډې ته د وينا پر مهال وويل د ايالت وکيلانو، سياسي،مدني فعالانو او سياسي مشرانو په بلوچستان ايالت کې د پرمختګ يا ترقياتي کارونو تر څنګ د بې درکه کسانو د ستونزې د هوارولو غوښتنه ځينې کړې ده؟

شهباز شريف وويل، "زه به په دې لړ کې د زړه له اخلاصه ستاسو له غږ سره غږ پورته کوم او په دې اړه چې کوم واکداره کسان دي او ذمه واري يې پر غاړه ده، له هغو سره په دي اړه خبره کوم. دا خبره به د قاعدې، قانون او مېرټ پر اساس کوو چې دا ډول دا مسله حل شي".

نوموړي د خپلي وينا پر مهال زياته کړه چې تر څو د بې درکه کسانو ستونزه نه وي حل کړل شوي د بلوچستان ايالت ستونزي به د کمېدو په ځای لا نورې زياتيږي.

د ماما قدير په خبره دوی خوشحاله و چې شهباز شريف به د لادرکه کسانو د موندلو په اړه يو ښه پېغام ورکړي او د لادکره کسانو د کورنيو د راروان اختر خوشحالۍ به يو په دوه شي، خو په خبره یې د لومړي وزير دې خبرې دوی زيات ناهيلې کړل.

د شهباز شريف په دې بيان پر ټولنيزو رسنيو هم بحث ﺭوان دی، استاد او ليکوال عابد مير پر خپل فيسبک پاڼه ليکلي،

"د شهباز شريف له بيان ورستو دا منل پکار دی چې د لادرکه کسانو د ستونځې د حل اختيار د ملک له وزير اعظم سره هم نشته، او چې له چا سره اختيار دی هغه دومره زورور دي چې د ملک وزير اعظم هم پدې اړه نه حکم کولای شي او نه له هغو کومه پوښتنه".

په بلوچستان ايالت کې له تيرو څو لسيزو راهسې د خلګو د لادرکه کېدو لړۍ دوام لري، د لادرکه کسانو لپاره کار کونکی تنظيم د زرګونه کسانو د لادرکه کېدو تور پورې کوي.

د بشري حقونو لپاره کارکوونکي نړيوال سازمانونه، بلوڅ قام پرسته سياسي او وسلوال ګوندونو د لادرکه کسانو لپارہ کار کونکی تنظیم دا تور د پاکستان په پوځ او استخباراتې ادارو پورې کوي خو د پوځ په شمول استخباراتې ادارو هم تل دا تورونه رد کړي.

د پاکستان پوځي او ډيری سياسي مشرانو وخت ناوخته بیا دا تورنه پورې کړي چې د پاکستان دوښمن قوتونو په دلاسه بلوڅ ځوانان د پاکستان پر ضد اسلحه اخیستې او غرو ته ختلي، او بيا و هغوی ته د لادرکه نوم هم ورکول کيږي.

بلوڅ قام پرسته سياسي ګوندونه، مدني تنطيمونه او د لادرکه کسانو کورنيو په وار وار له حکومت او د پاکستان له استخباراتي ادارو غوښتي چې لا درکه کسانو سره د دې د قانون مطابق چلند وشي او که هغه په کوم جرم کې ککړ دي عدالت ته دې وړاندې کړل شي.