واشنګټن ــــ د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړي خو وایي په ځینو سیمو کې چې سکولونه خلاص دي هلته یې د نجونو او د هغوی د ښځینه استادانو د جامو شرطونه سخت کړي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ایچ آر ډبلیو د اپرېل پر 27مه پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې بلخ یواځینی ولایت دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پکې د نجونو ثانوي سکولونه نه دي بند شوي.
خو وایي طالبانو په بلخ او نورو ځایونو کې پرانیستو ښوونځیو ته ګواښونه کړي چې که زده کوونکې او استادانې د دوی له شرایطو سره سمې جامې وانه غوندي نو سکولونه به یې وتړل شي.
د بشري حقونو د څار سازمان پخپل رپوټ کې وایي طالبانو په بلخ کې یو سکول ډېرې ورځې په دې وجه بند کړی وو، چې زده کوونکو نجونو پکې خپل مخونه نه وو پټ کړي:
"د سکول یوې چارواکې د طالبانو د یوه چارواکي ږغیز پیغام خپور کړی چې پکې د ښوونځي له پرنسپل څخه غوښتنه شوې یو استاده دې د «ناسمو» جامو له کبله له دندې لرې کړي".
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې پخوانۍ مشرې او څېړونکې هیدر بار ازادي رېډیو ته ویلي نجونې او ښوونکې داسې ګڼي چې طالبان د محدودیتونو په زیاتولو او پر جامو د سختو شرطونو په عملي کولو سره هڅه کوي چې نجونې له تعلیمه منع کړي:
"طالبان زده کوونکې او ښوونکې د مخ پټولو ته اړ باسي او که نجونې او ښوونکې هغسې جامې ونه زغمي چې طالبان یې غواړي، هغوی له ښوونځي باسي او حتي ښوونځي بندوي."
ایچ آر ډبلیو د نجونو د سکول د یوې ښوونکې په وینا ویلي چې د جامو په اړه د طالبانو اصول او شرطونه ورځ په ورځ سختېږي او وایي څوک چې د طالبانو دا ډول سخت شرطونه ونه مني له سکولونو ایستل کېږي. دغې استادې ایچ آر ډبلیو ته ویلي:
"دوی [طالبان] جاسوسان لري چې حال ورکړي. که زده کوونکې یا ښوونکې د دوی د حجاب سخت شرطونه عملي نه کړي، له کوم بحث پرته دوی هغه استادانې له دندې لرې کوي او زده کوونکې باسي".
د یو بل سکول یوې زده کوونکې د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې بیلټ یا کمربند وتړي:
"زموږ لستوڼي باید اوږده وي چې زموږ لېڅې او لاسونه پکې پټ وي، خو بیا چې کله موږ پر بورډ څه لیکو لستوڼي مو را لوېږي او لاسونه مو ښکاره کېږي پر دې هم رټل کېږو، یوه ورځ راته ویل کېږي چې لستوڼي مو باید ازاد وي خو بله ورځ پر هغو لستوڼو رټل کېږو".
وایي د طالبانو په وروستي امر کې ورته ویل شوي چې ازاد لستوڼي جوړ کړي خو باید له مړوند سره یې په ستن وټومبي.
طالبانو چې له تېرو شاوخوا اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدکړو مخه نیولې ده یوه وجه یې دا بیانوي چې کله له اسلامي او افغاني کلتور سره سم تیاری وکړي نو دغه سکولونه به خلاص کړي.
خو په افغانستان کې عام افغانان او د تعلیم د چارو کارپوهان وایي چې په تېرو شلو کلونو کې هم د افغانستان په سکولونو کې ښځو او نجونو له خپل دود دستور سره سمې جامې اغوستلې.
د نجونو د سکولونو جامې تورې او سپین پړونی دی خو مخونه یې ښکاره وي خو طالبانو چې په وروستیو کې کومې جامې له اسلام او کلتور سره برابرې ګڼلې دي په هغه کې ښځې له سره تر پایه پټې وي او یواځې سترګې یې پکې ښکاره کېږي خو خلکو ورباندې نیوکې کړې دي او وایي دا د افغانستان جامې نه دي.