اشرف غني: د افغانستان اوسنی وضعيت د خطراتو ډک دی

د افغانستان مخکني ولسمشر اشرف غني ويلي، "د افغانستان اوسنی وضعيت د بده مرغه دخطراتو نه ډک دی. قوت نيول اسان دي"، هغه د طالبانو د نوم اخستو پرته وويل، "په زوره افغانان قانع کولی نه شئ، ضرورت دی چې يو بل سره ټول افغانان په ملي اجماع وغږيږو او د لارې يوې نقشې ته راشو".

اشرف غني دغه خبرې پرون د مې په لومړۍ نېټه په خپله فېس بک پاڼه په غږيز پېغام کې کړي، چې دغه د کوچني اختر په مناسبت پېغام دی.

تير کال په 15 اګست چې طالبان کابل ته ورسېده، اشرف غني د کابل نه ووتلو، طالبان کابل او افغانستان په واک کې واخسته او اشرف غني بیا په متحده عرب اماراتو کې ښکاره شو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې "په ملي اجماع وغږيږو چې د يو اباد، ازاد او بې طرفه افغانستان موخې ته ورسېږو، ابادۍ ته کار وکړو نه چې مرګ او بربادۍ ته".

هغه زياته کړه، "ضروي ده چې په دې پوهه شو چې د نورو مزدوران اوسو او که د نورو سره ځان سیال کړو، سياسي په عمل کيږي نه چې په تشو خبرو باندې. مونږ بايد ټولو ګاونډيو، اسیايي او نورو نړیوالو هيوادونو سره داسې اړيکې وساتو چې د ټولو په ګټه وي".

اشرف غني وويل، "يو هيواد چې بشري مرستو ته محتاجه وي دومره بې وزله او کمزوری وي، لنډ مهال ضروره ده چې انساني مرستې په عادلانه وېشل شي، اصلي لاره زمونږ په خپلو پښو ودرېدل دي".

پخواني ولسمشر وويل، "د هغه دغه تګلاره پاتې شوې چې د ولس سره بحث پکار دی ځکه جامع عقل د فردي عقل نه اوچت دی"، هغه زياته کړه، " د ناهيلۍ فضا خوره شوې ده، ځينې سروی ګانی ښايي چې 50 فيصده افغانان غواړي چې د وطنه ووځي وطن پرېږدي، خو ناهيلي نه ده پکار"، وطن په ګډه کار کول پکار دي.