واشنګټن - که هر څو هم د څو مياشتو راهسې په اوکرين د روس د يرغل په ترڅ کې دا خطر د پامه غورځېدلی وو خو يو ځل بيا د داعش افريقا مسلې نړيواله توجه ځان پله اړولې او امريکا هيله لري اوس هم ناوخته نه دی چې د يادې ترهګرې ډلې د خطرناکې لوبې نه يو بل کانټېننټ (براعظم) وژغوري.
د 85 هېوادونو چارواکي او ځينې تنظيمونه چې پکې عرب ليګ، نېټو او اېنټرپول هم دي دې اوونۍ د مراکش په مراکېچ کې غونډه کوي چې څنګه نړيوال اتحاد په افريقا کې داعش ته ماتې ورکړي.
غونډه چې د مراکش او امريکا په مرسته راجوړه شوې ده د امريکا د خارجه چارو د وزارت د بيان ترمخه “به لارې چارې لټوي چې څنګه د داعش په پاتې غړو نړيوال فشار دومدار وساتي”.
خو امريکايي چارواکو د شورو لا چهارشنبې په ورځ د وزيرانو د غونډې نه وړاندې وي او اې ته ويلي د بحث تمرکز به افريقا وي چرته چې د داعش خطر په ډېرېدو دی.
د نړيوال اتحاد معاون سفير ډاوګ هويټ د داعش د ماتولو په اړه ويلي “مونږ د زرګونو وسله والو خبره کوو. د ټولو ګران کار د داعش ځايي ملاتړي دي چې په ياد کانټېننټ کې دا وخت فعاله دي او بې شمېره دي. بله دا چې د خورا حرکت د پاره يې په لاس کې ډېره سيمه ده”.
امريکايي او غربي پوځي او د ترهګرۍ ضد ادارو چارواکو کلونه وړاندې ويلي وو د داعش بېنر که د کومې ډلې نظريه نه هم وي خو د افريقا او په خاصه توګه په غربي افريقا کې پنجې ښخوي.
د ډېرو چارواکو او استخباراتي معلوماتو له مخه چې ملګرو ملتونو ته ورکړل شوي په افريقا کې د داعش تر ټولو مظبوط او فراخه ملاتړ داعش غربي دی چې په نايجيريا کې مرکز لري.
د سيمې نه د القاعده او بوکو حرام د ويستلو وروسته داعش غربي امکان دی اوس په نايجيريا، کيمرون او نايجر کې تر 5000 پورې وسله وال لري.
يو بل غټ ملاتړ يې داعش لويه سحاره لا ايي ايس ګريټر سحاره تنظيم دی چې په بېنين، ګانا او ټوګو کې نزدې 1000 تنه لري.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو مطابق داعش موزمبيق چې د اهل سنت والجمات په نوم ياديږي يو بل غټېدونکی تنظيم دی او نزدې 1200 غړي لري چې بربريت يې په اګست 2020 کې د لږ وخت د پاره د موسېمبيا دا پرېيا سمندري بندر د نيولو په ترڅ کې وليدل شو.
په نزدې وروستيو کې امريکا انديښنه څرګنده کړې چې داعش موزمبيق توان لرلی شي په نړيواله کچه د ملاتړ کونکو د لارې ځان ته په افريقا کې مالي مرستې برابرې کړي.