دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران دپاکستاني روپۍ د ارزښت په پرله پسې لوئیدو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ هیواد پوځ ته یې په اشاره ویلي نیوټرلز ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو معاشي بحالي به ډوبه شي.
خو دهیواد دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل بیا د روان اقتصادي کړکیچ اؤ د ډالر دنرخ ختو ذمه وار دعمران خان حکومت ګرځولی اؤ وایي دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ دشوي تړون ددلدل نه چې اوځو نو د ډالر نرخ به بیا پریوځي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ پاکستان کې دامریکایي ډالر نرخ دتاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی اؤ یو ډالر په ۱۹۳ روپۍ تبادله شوی دی.
په ټویټر عمران خان لیکلي نن روپۍ دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلې اؤ ډالر ۱۹۳ روپو ته رسیدلی چې په اتم مارچ په ۱۷۸ روپۍ ؤ.
هغه ویلي دکال ۱۹۹۸ نه راپدیخوا دسود کچه ۱۵فیصدي ته رسیدلې ده چې دا هم تر ټولو ستره کچه ده.
عمران خان زیاته کړې ده اسټاک مارکیټ ۳۰۰۰ پواینټونه یا شپږ اعشاریه څلور فیصده غورځېدلی اؤ ګراني دجنورۍ کال۲۰۲۰م نه راپدیخوا ۱۳اعشاریه څلور فیصدي ته ختلې ده.
هغه ویلي دا هرڅه په امپورټډ حکومت دکم ترینه باور نخښې دي اؤ زیاته کړې یې ده هغه اؤ دخزانې پخواني وزیر شوکت ترین "نیوټرلز" ته خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو زمونږ معاشي بحالي به ډوبه شي اؤ دا هرڅه اوس وشول.
د نیوټرلز یا بې پلوه اصطلاح عمران خان زیاتره پخپلو ویناګانو کې دهیواد دطاقتور پوځ لپاره کاروي ځکه چې پوځ دریځ لري چې ځان یې په سیاست کې بې پلوه ساتلی دی.
خو پوځ پرله پسې خپلو وروستیو بیانونو کې په سیاستمدارانو دا ټینګار هم کړی چې پوځ دې په سیاست کې نه رالړي.
په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل د ډالر نرخ کې داضافې اؤ د وروستۍ ګرانۍ ذمه وار عمران خان ګرځولی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي نن چې ډالر مخ په بره روان دی اؤ ګراني سیوا کیږي اؤ ددې علت دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ شوي تړون اؤ بیا ددغه تړون نه شوې سرغړونه ده.
هغه ویلي عمران خان چې کوم تړونونه کړي دي هرکله چې مونږ دهغې له دلدل څخه اوځو نو ډالر به ښکته راشي اؤ اسټاک ایکسچینج به بیا مخ په بره لاړ شي.
هغه ویلي "عمران خان چې معیشت په کوم ډګر پریښی دهغې ځائ ته راوستل اسان کار نه دی خو مونږ به یې ضرور ځائ ته راولو "
هغه ویلي په پټرولو رعایتونو ورکولو دپاکستان معاشي وضعیت نور هم دسخت مالي فشار سره مخ کړی اؤ نړیواله منډهۍ کې دپټرولو داخستو اؤ په پاکستان کې یې دخرڅولو ترمنځ توپیر حکومت ته داربو روپو زیان ورپغاړه کړی دی.
په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر د ګرانېدو څو علتونه دي، تجارتي خساره په لسو میاشتو کې ۴۰ اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ويره څرګنديږي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې ۵۰ اربه ډالرو ته ورسي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه قرضې اخستل کيږي د ورکولو مخه يې نه وي، د ملک صادرات واردات/ درامدات/ برامدات برابر شوي يا یو شان شوي نه وي حالات به هم داسې روان وي.
هغه زياته کړه، په ملک کې سياسي حالات کړکېچن دي، حکومت او اپوزيشن د يو بل پرضد جلسې شورو کړي دي، څو پورې چې په ملکي کچه د حالاتو سمېدو دپاره سنجیده ګامونه نه وي اخستل شوي، اقتصادي مسلې به نورې سېوا کيږي، ډالر به ګرانيږي او ګراني به ورسره نوره جوړيږي، اغېزې به يې په عامو خلکو وي.