طالبانو له 44 اربه افغانیو خسارې سره د روان مالي کال لپاره 231 اربه افغانۍ بجټ اعلان کړ

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په داسې وخت کې له زیاتې خسارې سره د روان مالي کال لپاره 231 اربه افغانۍ خپله لومړۍ "ملي بودیجه" یا بجټ اعلان کړې چې د دې هېواد خلک له تېرو شاوخوا نهو میاشتو راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي. د طالبانو دغه بجټ د تېر حکومت د بودیجې نه تر نیمایي زیات کمن دی.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د طالبانو چارواکو د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې د خپلې کالنۍ بودیجې د اعلانولو په وخت ویلي چې د بجټ خساره یا کسر یې 44 اربه یا 50 کروړه لس لکه افغانۍ دی چې 501 میلینه ډالر کېږي.

د افغانستان د مخکینیو حکومتونو د بجټ منظوري به قومي اسمبلۍ یا ولسي جرګې ورکوله، خو د طالبانو د خزانې وزارت خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بجټ د دوی د وزیرانو شورا منظور کړی او وروسته د طالبانو مشر مولانا هبت الله اخوندزاده تایید کړی دی:

"د 1401 لمریز کال ملي بودیجه ټوله 231 اربه افغانۍ ده، چې 203 اربه افغانۍ یې عادي او 27.9 اربه افغانۍ یې پراختیایي [ترقیاتي] بودیجه ده".

طالبانو دا نه دي ویلي چې په دغه اعلان کړې بودیجه کې یې څومره د کومو وزارتونو او کومو چارو لپاره ځانګړې کړې دي او نه یې خپل دفاعي بجټ ښکاره کړی دی، په داسې حال کې چې لا هم داعش او په دې هېواد کې ځینې وړې ډلې د طالبانو په وړاندې چېلنج ګڼل کېږي.

طالبان وایي دغه ټول بجټ یې له خپل کورني آمدن او محصولاتو څخه برابر کړی او هیڅ ډول بهرنۍ مرسته او ملاتړ پکې شامل نه دی.

رویټرز د طالبانو د خزانې وزارت د ویاند احمد ولي حقل له خولې لیکلي چې "دغه آمدن یا مالیه مو د کسټم، وزارتونو او ماینونو له ادارو څخه تر لاسه کړی دی".

د طالبانو د خزانې وزارت دا نه دي ویلي چې څنګه به د خپل ممکنه آمدن او ټاکل شویو پرمختیایي خرڅونو تر منځ کمي پوره کړي، خو پخپله خبرپاڼه کې یې لیکلي دي چې "د منظم مالي پلان له مخې به د همدې بودیجې پر اساس د کال تر پایه خپلو موخو ته ورسېږو".

د طالبانو د وزیراعظم مرستیال عبدالسلام حنفي د بودیجې د اعلانولو په وخت وویل، حکومت یې اټکل کړی چې په روان مالي کال کې به 231.4 اربه افغانۍ خرڅې ولري او 186.7 اربه افغانۍ کورنی آمدن یا عایدات به تر لاسه کړي.

د افغانستان تېر حکومت د 1400 لمریز مالي کال لپاره 473 اربه افغانۍ بودیجه اعلان کړې وه چې په هغوی کې څه باندې 311 اربه افغانۍ عادي او څه باندې 161 اربه افغانۍ پراختیايي یا ترقیاتي بودیجه وه.

له 2001م کال راهیسې د تېر کال تر اګست میاشتې پورې د افغانستان حکومتونه تر ډېره په بهرنیو مرستو خصوصاً د امریکې په مالي ملاتړ چلېدل، خو له شاوخوا نهو میاشتو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دغه بهرنۍ مرسته بنده شوې او حکومت یې له اقتصادي ستونځو سره مخ دی.

طالبانو خپله لومړۍ بودیجه په داسې وخت کې اعلان کړې چې یوې خواته یې حکومت له نهه میاشتنۍ واکمنۍ وروسته لا هم د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له بلې خوا یې د حکومت پر ځینو وزیرانو او چارواکو د نړیوالو بندیزونو له کبله د افغانستان شاوخوا نهه ارب ډالر امریکې کنګل کړي دي.

د رویټرز د خبر له مخې عبدالسلام حنفي ویلي حکومت یې تعلیم، تکنیکي تعلیم او لوړو زدکړو ته پاملرنه کوي او وایي "زموږ ټوله توجه دې خبرې ته ده چې څنګه د ټولو لپاره د تعلیم لاره هواره کړو".

که څه هم عبدالسلام حنفي په خپل راتلونکي بجټ کې تعلیم ته د زیاتې پاملرنې خبره کړې ده خو حکومت یې د تېر کال له ستمبر میاشتې راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړي دي او د افغانو نجونو او ښځو په ګډون د نړیوالو تر پرله پسې ټینګار وروسته یې هم لا دغه سکولونه بیرته نه دي خلاس کړي.