بلوچستان: د خودکش ښځې نيولو دعوه، ځايي خلکو احتجاجا لوی سړک بند کړی

د ګل/ دوشنبې په ورځ (16 مې) چې د بلوچستان صوبې سي ټي ډي پولیسو دعوه کړې وه چې د کېچ ضلعې په هوشاب سيمه کې يوه مشکوک ښځه نيولې چا چې په بلوچستان کې په چينايي وګړو بريد کولو، ځايي خلکو د ښځې نيولو پرضد احتجاج کړی او احتجاجا يې د ګوادر او کوټې ترمنځ غټه لار (سړک) بند کړی دی.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (17) په دوېمه ورځ د کوټې او کېچ ترمنځ په غټ سړک د ښځې د نیولو پرضد احتجاجي پرلت دوام لرلو، چې پکې ښځې، ماشومان او د مدني ټولنې فعالو هم ګډون کولو.

په احتجاج کوونکو کې شامل فضل بلوچ نومې تن ویلي، ښځه يې چې نورجهان نومیږي، د شپې په درې بجې د کوره نیول شوې ده.

د ډيوه خبريال حامد سمسور د رپوټ ترمخه فضل بلوچ ويلي، دوی د کوم د ترهګر تنظيم سره تعلق نه لري.

د پاکستان د سرکاري ميډيا (اې پي پي) ترمخه سي ټي ډي ويلي، مشکوک خودکش ښځه يې نيولې، او تور پرې لګول شوی چې د هغې تعلق د لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي د مجيد بريګېډ سره دی.

د بلوچ لبرېشن ارمي مجيد بريګېډ په 26م اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې په چينايي استازانو د ځانمرګي بريد زمه واري منلې وه او ویلي يې وو دغه بريد يې لومړۍ ښځينه ځانمرګې فداي شاري بلوچ کړی وو.

سي ټي ډي دعوه کړې چې نيول شوې مشکوک خودکش ښځې پلان لرلو چې د چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په کار کوونکو چينايي چارواکو بريد وکړي، د هغې نه یې خودکش جېکټ او نوره وسله هم ترلاسه کړې ده.

ویل شوي سي ټي ډي په نورو ځايونو کې هم د لټون عمليات پېل کړي دي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ويلي، د تربت او خوشاب سړک د دوه ښځو د نیولو پرضد احتجاجا د څو ساعتونو دپاره تړل شوی وو.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه نيول شوې ښځه نور جهان پرون په تربت کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړی شوې او هغه او د هغې سره بله ملګرۍ د اووه ورځو په ريمانډ پوليس ته ورکړي دي.

په کراچۍ پوهنتون کې د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ زده کوونکو ويلي وو په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې د دوی زده کوونکی نيول شوی، ځورول شوي او پښتنې ترې شوي دي.