په ټېکساس کې په سکول د بريد  په لومړۍ اونۍ کې د وسلو پلوي سازمان کنونشن کوي

واشنګټن - په امريکا کې د وسلو ساتلو پلوي تنظيم نېشنل راېفل اېسوسيشن د جمعې په ورځ په داسې حال کې په ټېکساس رياست کې خپل کلنی نمایش کوي چې څو ورځې وړاندې هم په دغه رياست کې يو اتلس کلن تن په پرايمري سکول کې ۱۹ ماشومان او دوه استاذانې په ډزو وژلې وې، بلخوا په کانګرېس کې ريپبلېکن ډلې د ډېموکرېټس لخوا په هېواد کې دننه په زياتېدونکي ‌تشدد کېدونکی بحث ځنډولی دی.

د وسلو د ساتلو پلوي تنظيم نېشنل راېفل اېسوسيشن دغه کلنۍ د ستوره د ټېکساس په هېوسټن ښار کې کوي چې پکې به پخوانی صدر ډونلډ ټرمپ هم ګډون کوي‌ البته د ټېکساس ګورنر ګرېګ اېبټ دغه کنونشن ته نه ورځي او د يو رېکارډ شوي پېغام د لارې به په دغه کنونشن کې برخه اخلي، نوموړی به په دغه ورځ د ټېکساس يووالډي ښار ته ځي‌ چرته چې په راب اېلمنټري سکول کې يو اتلس کلن، ۱۹ ماشومان او دوه استاذان په ډزو وژلي‌ وو.

په همدې حال کې د ټېکساس په امنيتي‌ ادارو سختې نيوکې روانې دي چې قابو يوه ګنټه وسله وال تن سالواډور راموس په سکول کې سره د وسلې ګرځېدلو او ډزې يې کولې خو پوليس يې په نيولو يا وژلو کې ناکامه وو.

عينې شاهدان وايي،‌ يو تن پوليسو ته نعرې وهلې چې په سکول کې روانې ډزې دې ودروي خو پوليسو په تندۍ سره خپل کار نه وکړی.

په ټېکساس کې د ولسي امنيت د څانګې ډاېرېکټر وېکټر اېسکلان وايي، وسله وال تن سکول ته د ننوتلو په وخت هېچا نه وو درولې،‌ د سکول دروازه خلاصه وه‌ او محافظ پرې هم نه و ولاړ، نوموړی زياتوي وسله وال ډېر وخت پس د امريکې د بارډر پېټرول پوليسود څلورم جماعت په کمره کې ووژلو.

جې وير کازارېس د چا ماشومه لور چې په څلورم جماعت کې يې سبق وايو هم وژل شوې، ‌وايي، ده نورو پلارانو ته مشوره ورکوله چې پوليس هېڅ نه کوي نو راځئ چې مونږه پخپله په سکول ورننوځو او خپل بچي ‌بچ کړو.

د قاتل راموس په اړه تر اوسه پوليس تحقيقات کوي چې هغه ولې دا خونړی ګام پورته کړی و، خو ځايي‌ خلک وايي‌ هغه به په دغه ښار کې په خلکو هسې ډزې کولې او د هغه يوه جرمنۍ ملګرې چې ورسره به يې چېټ کو، وايي‌ راموس ورته ويلي‌ وو چې د خلکو د ويرولو دپاره به يې د هغوي کورونو ته مړې پېشوګانې ورغوځولې، د بريد په وخت دغه جينۍ خبرداری ورکړی و چې راموس به ډزې کوي.

په امريکا کې د سکولونو کالجونو او يونيورسټيو طالبعلمانو د احتجاج په توګه د خپلو کلاسونو نه باېکاټ کړی او په وسلو يې د سختو بنديزونو غوښتنې کړي.

د امريکا صدر جوباېډن او د هغه مېرمن جل باېډن به د اتوار په ورځ ټېکساس ته ځي او د دغې ماشومانو په ياد کې کېدونکې دستوره کې به ګډون کوي.

په امريکا کې وخت په وخت په سکولونو او ولسي ځايونو کې د ډزو دغسې بوګنونکو پېښو د وسلو په قانون پوښتنې راپورته کړي‌ خو د وسلو پلوي سازمان اېن آر ای چې د جمعې په ورځ هم په ټېکساس کې خپل کنونش کوي، وايي، ‌په امريکا کې د تشدد نور ډېر علتونه دي.

په کانګر ېس کې ريپبلېکن ډلې د ډېموکرېټس لخوا په هېواد کې دننه په زياتېدونکي ‌تشدد کېدونکی بحث ځنډولی،‌ او د بحث په حق کې ۴۷ او هم يې په ضد ۴۷ راې ورکړی شوي دي.

ريپبلېکنز وايي، د کورني‌ تشدد زياتوالي د وسلو د قانون سره کار نشته بلکه سخت دريځه ډلې په امريکا کې دننه د زياتېدونکې تشدد ذمه وارې دي.

ډيموکرېټ ګوند هڅې کوي چې په امريکا کې د وسلو ساتلو دپاره قوانين سخت کړی شي خو د ريپبلېکن ډله په دغه موضوع له ډيموکرېټانو سره اختلاف لري او وايي، د وسلو ساتل د امريکې د آيين په لومړي ترميم کې هم شامل دي.