واشنګټن ـــ د نیپال د لټون او ژغورنې ډلو د نهې- سه شنبې په ورځ د مۍ په 31 په یوه کوچنۍ الوتکه کې سپاره 22 کسانو جسدونه ترلاسه کړي دي.
دغه 22 کسان دوه ورځې وړاندې د اتوار- یکشنبې په ورځ په یوه الوتکه کې- چې په همالیا کې لویدلې وه- مړه شوي وو.
د رایټرز ترمخه په وژل شوو کې دوه د جرمني وګړي، څلور د هند وګړي او 16 نیپالیان شامل دي.
د کېنېډا جوړه الوتکه د نیپال پایه تخت کټمنډو نه د 125 کیلومیټر لرې د سیلګرۍ ښار پوخار نه د الوتنې د 15 منټونو وروسته ولوېدله. د نیپال د چارواکو ترمخه په طیاره کې سپاره ټول کسان مړه شوي دي.
ټیکنات سیتاولا چې د ټریبوان نړیوال هوایي ډګر ویاند دی مېډیا ته ویلي چې دوی د لټون او ژغورنې عملیات ختموي ځکه چې ټول مړي موندل شوي او د الوتنې ډیټا ریکارډر یې تر لاسه کړی دی.
د نړۍ د 14 لوړو غرونو نه اته غرونه په نیپال کې دي. په دغه کې ماونټ ایوریسټ چې د نړۍ د ټولو اوچت غر دی د هوایي پېښو تاریخ لري.
د 2018 کال په لومړیو کې د یوایس بنګله هوایي شرکت یوه الوتکه د بنګله دیش ډهاکه ښار نه د کټمنډو په هوایي ډګر د کښته کېدو په وخت ولوېده او اور یې واخیست، چې پکې سپاره 71 کسانو کې 51 تنه مړه شول.
په 1992 کال کې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت په یوه الوتکه کې سپاره ټول 167 کسان هغه مهال مړه شول چې له کټمنډو هوایي ډګر سره نزدې د کښته کېدو په وخت له یو غر سره ولګېده.