په یوه سروې کې اکثرو امریکایانو په پولیسو کې د پراخو اصلاحاتو ملاتړ کړی

واشنګټن ــــ د امریکې په مېنیسوټا ایالت کې دوه کاله وړاندې د یو سپین پوستي پولیس افسر په لاس د تورپوستي امریکایي جورج فلویډ تر وژنې- چې د وژنې په ضد یې په میاشتو میاشتو احتجاجونه وشو- اوس په یوه تازه سروې کې اکثرو امریکایانو په پولیسو کې د پراخو اصلاحاتو ملاتړ کړی دی.

دغه سروې د ګېلپ مرکز په نوم یوې بې پلوه ادارې د اپرېل له 24مې د مې میاشتې تر 17مې نېټې پورې کړې ده.

د سروې رپوټ له مخې 50 فیصده امریکایانو د امریکې په پولیسو کې مهم او لوی بدلونونه غوښتي او 39 فیصده خلکو ویلي وړو بدلونونو ته اړتیا ده.

په واشنګټن کې د ګېلپ سنټر آن بلیک وایسز مشره کېمیل لویډ وایي "د لوی عمر امریکایان په دې خبره ټینګ وو چې وایي په پولیسو کې ځینو اصلاحاتو ته اړتیا ده، هغه که د ټولنې د انتظام لپاره په پولیسو کې لوی بدلونونه دي او که واړه".

په دې سروې کې 4,000 تورپوستي امریکایان پوښتل شوي او په هغوی کې 72 فیصده کسانو ورته ویلي دوی په پولیسو کې لوی بدلونونه غواړي.

خو د دوی په نسبت 44 فیصده سپین پوستو او ۵۴ فیصده هسپانوي امریکایانو دا غوښتنه کړې ده.

په نظرپوښتنه کې تر نیمایي زیاتو تورپوستانو ویلي دوی په ځانګړې توګه د هغوی جرمونو په برخه کې د پولیسو د رول د ختمېدو ملاتړ کوي چې تشدد پکې نه وي شوی او غواړي چې د پولیسو د عملیاتو بجټ را کم شي او دا پیسې پر ټولنیزو پروګرامونو ولګول شي.

په مجموعي توګه په درو کې دوه برخې خلکو ورته ویلي دي چې دوی په "ټینګه" او "تر څه حده" له دې خبرې سره جوړ دي چې پولیس افسران د ټولنې له خلکو سره ښې اړیکې ولري.

دوی همدارنګه د پولیسو په انتظامي چارو کې د بدلون ملاتړ هم کړی چې وایي بیا نور هغه پولیس نور د کار اجازه ونه لري چې له کار څخه د ناوړه ګټې اخیستو په ګڼو پېښو کې لاس ولري.

د سروې له مخې 91 فیصده تورپوستو لویانو ورته ویلي دوی د داسې اصلاحاتو ملاتړ کوي چې کوم پولیسو له خپل واکه ناوړه ګټه پورته کوي او غیرضروري د خلکو د ځور سبب کېږي د هغوی خلاف قانوني ګامونه واخیستل شي.