شمالي وزیرستان کې سږکال دپولیو اتمه پېښه مخې ته راغلې ده

دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره سږکال دغه سیمې نه دپولیو مخې ته د راغلو پېښور شمیره اتوؤ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا دبېړنیو عملیاتو دمرکز له مخې دپولیو دا تازه پېښه هم دشمالي وزیرستان په سر ښار میرانشاه کې مخې ته راغلې ده چې دغلته د۲۰میاشتو یو ماشوم ته دپولیو د وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

دبېړنیو عملیاتو دمرکز کوارډينیټر عبدالباسط رسنیو ته ویلي چې کوم ماشوم ته دپولیو وایرس ورپوې شوي هغه ته دپولیو نه دژغورنې ابتدایي ستنې نه وې وهل شوي اؤ دپولیو پرضد یوازې یو څو کمپاینونو کې ورته دپولیو دمخنیوي څاڅکي ورکړل شوي وؤ.

ددې پېښې سره په پاکستان کې سږ کال د پوليو وايرس اته کېسونه رپورټ شوي.

دا تازه اته پېښې له هغې وروسته رپوزټ شوې چې تېر کال او په ۱۵ میاشتو کې د پولیو ناروغۍ څخه یو ماشوم هم نه ؤ اغېزمن شوی.

په نړۍ کې دا مهال پاکستان او افغانستان هغه دوه یوازیني هېوادونه دي‌ چې پکې د پولیو ناروغي نه ده ختمه شوې، که څه هم په دغو پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د پولیو د مخنیوي د ادارې د وېنا له مخې په تېرو پولیو مهمونو کې ځینو کارکوونکو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړي او هسې یې د ماشومانو په ګوتو هغه نخښې کړي چې د پولیو ضد څاڅکي ورکړی شوي وي.

تیره ورځ یو لوړپوړي روغتیایي چارواکي وي او ای ته ویلي وؤ چې په سیمه کې زیاتره پلرونه او میندې خپلو ماشومانو ته د وېکسین د کمپېن په جریان کې د پولیو د څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پولیو کارکوونکي کور په کور کمپېن کوي او په تکراري بڼه دوی ته انکار کیږي.

دا تازه پېښې په داسې مهال راڅرګندې شوې چې په 27 مه مئ پولیو کمپاین سر ته رسیدلی دی. دغه کمپاین کې شاوخوا 7.2 ملینه ماشومان د پولیو ضد څاڅکو هدف ټاکل شوی ؤ.