واشنګټن - نرېندرا مودي د خپلې څوکۍ نه پاڅېد او په تېزۍ سټيج ته لاړو چې په دغه شپه قام ته يوه بله وينا وکړي. دا ممکنه وه چې په کوم هېواد کې مذهبي تاوتريخوالی د مودي په اقتدار کې سېوا شوی هغه به پخپله وينا کې د مذهبي روغوالي خبره ډېره کمه وکړي.
د هند وزيراعظم په نوي ډيلي کې د مغلو د وختو د تاريخي رېډ فورټ یا سرې قلعه نه د سيکانو د نهم مذهبي مشر ګورو تېغ بهادر د 400م زېږورځ په موقع وينا کوله څوک چې د ټولو د پاره د مذهبي روادارۍ په اړه مشهور وو.
دا موقع او ځای په ډېرو حوالو مناسب وو. مودي خوښه کړه چې وخت په شا بوځي او خلکو ته د هند د ټولو د کرکې وړ مسلمان حاکم ور ياد کړي چې د 300 کاله نه زيات کيږي چې مړ دی.
مودي وويل “اورنګزېب ډېر سرونه غوڅ کړل خو زمونږ عقيده يې ونه لړځوله”.
د هغه د اوولسمې پېړۍ د مغل بادشاه يادونه څه تېروتنه نه وه. اورنګزېب عالمګير د هند په کړکېچن تاريخ کې مهم ځای لري او د هېواد نوي مشران اوس هغه بيا په يو داسې شکل کې رابرسېره کوي چې هغه د هندوانو خلاف وو او يو ظالم او جابر وو. دوی په هندو قامپالو غږ کوي چې هند دې د داسې يرغلګرو مسلمانانو د ميراث د داغ نه پاک کړي.
څنګه څنګه چې د هندوانو او مسلمانانو په منځ کې تاو تريخوالی سېوا کيږي ورسره ورسره په اورنګزېب بد ويل هم ډېرېږي او د ښي اړخه سياست پلويانو دا موضوع داسې را اخیستې چې په تېر کې يې مثال نه شته.
دا کله کله د يوې محتاطې دړکې په شکل کې هم راشي چې ګنې مسلمانان دې ځان د اورنګزېب او د هغه د جرمونو نه په ډډه وساتي.
د «اورنګزيب: دي مېن اينډ میت» یل «اورنګزيب: سړی او قصه» په نوم کتاب ليکونکی او تاريخ پوه اډري ټروشکي وايي “ننني هندو قامپالو ته د اورنګزېب نوم اخیستل د ټولو هندي مسلمانانو نه د کرکې د پاره لکه سپو ته شپېلۍ وهل دي”.
د مسلمانانو او په خاصه توګه د مغل حکمرانانو خلاف کرکه د هندوستان په هندو قامپاله خلکو کې شته چې د لسيزو راهیسې غواړي چې د سيکولر هند په ځای دا په سرکاري کچه يو هندو رياست ته واړوي.
د دوی دريځ دی چې مسلمان حکمرانان لکه اورنګزېب هندو کلتور تباه کړو، په زور يې په خلکو مذهب بدل کړو، د مندرونو سپکاوی يې وکړو او په غير مسلمو يې قلنګ ولګولو خو ځينې تاريخ پوهان وايي دې ته تر ډېره هسې هوا ورکړل شوې ده.
د قامپالو په خيال د هندو مسلمان په منځ کې د تاوتريخوالي تاريخ منځني دور ته رسي د کله نه چې پرله پسې اووه مسلمانې بادشاهۍ په هند کې جوړې شوې او د خپل دور په ختمېدو پنا شوې.
دې دريځ دا خلک د هند تېر بيا برسېره کولو ته اړباسل چې د پېړيو راهیسې شويو بدو ته کتنه وکړي او د اورنګزېب نوم په دې کې په سر کې دی.
اورنګزېب د مغلو اخري زورور بادشاه وو چې په اوولسمه پېړۍ کې يې واک ونيولو چې خپل پلار يې بندي کړو او مشر ورور يې ووژلو.
د نورو مغلو بادشاهانو نه پرته چې د سوېلي اېشيا په فراخه سيمه يې د 300 کالو نه زياته حکمراني کړې او ميراث ته يې کومه خاص ننګونه نه وه، اورنګزېب په هندي تاريخ کې بې شکه په ټولو کې د کرکې وړ ګڼل کيږي.
پروفيسر رچرډ ايټن څوک چې په اريزونه پوهنتون کې زدکړې ورکوي او د هند د منځني تاريخ کارپوه منل کيږي وايي اورنګزېب مندورنه وران کړي خو معلوم ريکارډ دا دی چې شمېر يې د يو درځن نه لږ زيات دی او څنګه چې دعوه کيږي نو دا په زرګونو کې نه دي.
هغه وايي دا د سياسي ګټو دپاره شوي نه چې د مذهبي دليلونو د پاره او زياته يې کړه ياد مسلمان بادشاه د ټولو عقيدو منونکو ته تحفظ ورکړی وو.
ايټن وايي “که په لنډه يې ووايم نو هغه د خپل دور سړی وو نه چې زمونږ د وخت. دا مغل بادشاه د ټوقو د کتاب يو وېلن جوړ کړل شوی دی”.
خو د اورنګزېب مخالفين وايي هغه د يو شيطان او مذهبي بد معاش نه پرته بل څه نه وو. ښي اړخه تاريخ پوه مکهن لال د چا کتابونه چې د هند د تاريخ په اړه په ميلینونو زده کوونکو لوستي وايي د اورنګزېب عمل تش سياسي فيصلو ته محدود کول د هند د ځلېدونکي تاريخ سره غداري ده.
یادونه:- دا رپوټ له اسوسیېټیډ پریس څخه اخیستل شوی دی.