اروپايي کمېشن د اوکراین د غړیتوب ملاتړ کوي

واشنګټن - تمه ده اروپايي کمېشن به د جمعې په ورځ په پراخه توګه اوکراین ته د اروپايي ټولنې د غړیتوب د کاندید حیثیت لپاره خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.

د امریکا د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ ویلي، روس په سوېرو ډونیڅک باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې په خرسان کې له لاسه ورکړي ځایونه بېرته ونیسي.

روسي او اوکرایني ځواکونو خارکیېف ته نېږدې هم جګړه کوي او سلوېنسک ته نېږدې هم روسانو ګڼ ناکام عملیات کړي.

د برتانیې دفاعي چارواکو ویلي، روس له اوکراین سره په جګړه کې په سټراټیژیکه توګه ناکامه شوی او درانه زیانونه ورته اوښتي.

روسان د خلکو پرضد ماینونه کاروي:

د بشري حقونو د څار ډلې (اچ ار ډبلیو) ویلي، روس په اوکراین کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاتره د هغو ماینونو په کارولو اړولې کوم چې په نړیواله توګه بند شوي دي.

اچ ار ډبلیو په یو راپور کې چې د جون په ۱۶ چاپ شوی ویلي، که څه هم روس او اوکراین دواړو د موټرو ضد ماینونه کارولي خو یواځې روس دی چې د انسانانو پرضد هغه ماینونه کاروي کوم چې کارول یې په نړیواله بند شوي دي.

دوی وايي،‌ همدې ماینونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د خوړو د تولید بهیر یې زیانمن کړی.

په اوکراین کې د ځمکنیو ماینونو تر سرلیک لاندې په دغه راپور کې ویل شوي چې د روسانو لخوا د انسانانو پرضد اوه ډوله ماینونه کارول شوي خو د ۱۹ پاڼو په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې داسې ښکاري اوکراین ددغه ډول ماینونو د نه کارولو تړون ته چې په ۲۰۰۵ کال کې لاسلیک شوی وو ژمن پاتې دی.