د امریکې په ټیکساس کې په یوه کنټینر لارۍ کې 46 تنه کډوال مړه او 16 ژوندي موندل شوي

واشنګټن ــــ د امریکې د ټیکساس ایالت په سان انتونیو ښار کې په یوه کنټېنر لارې کې د 46 تنه کډوالو جسدونه موندل شوي او د څلورو ماشومانو په ګډون 16 کسان په بېهوشه حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیسو مشر ویلیم میک مانس اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د سان انتونیو ښار یوه کاروکونکي د ګل- دوشنبې په ماښام شپږ بجې ورته ټیلیفون وکړ او له بیړني حالته یې خبر کړ،‌ کله چې پولیس افسران ورغلل، له کنټېنره بهر یو مړی پروت وو او د کنټېنر لویه دروازه لږ پرانیستې وه.

د اور وژنې مشر چارلس هوډ وویل چې د څلورو ماشومانو په ګډون 16 کسان د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوي او علاج یې روان دی. هوډ وایي د ژوندي پاته شويو کسانو بدنونه ګرم وو او د اوبو د کمښت له کبله بې حاله شوي وو.

چارلس هوډ وایي په کوم کنټینر کې چې دغه کسان موندل شوي ډرایور یې تښتېدلی وو او لارۍ دننه د فریج یا یخچال په بڼه وه خو وایي نه یې اې سي کار کاوه او نه پکې اوبه وې.

د سان انتونیو ښار مېر رون نیرنبرګ وايي له دغو مړه شویو کسانو سره خپلې کورنۍ هم وې او کېدای شي د ښه ژوند په لټه کې وو، وایي دا تر یو ناوړه انساني ناورین کمه پېښه نه ده.

دا کنټېنر لارۍ د سان انتونیو ښار د یوې لرې پرتې سیمې په جنوبي سیمه کې د رېل ګاډي له پټلۍ سره په داسې وخت موندل شوې چې پرون د ګل- دوشنبې په ورځ په دې ښار کې ګرمي د سنټي ګرېډ په کچه 39.4 وه.

د ټیکساس ایالت سان انتونیو ښار د امریکې او مېکسیکو له پولې څخه د شاوخوا 250 کیلومیټره (150 میله) په فاصله دی او دا د انساني قاچاقبرانو لپاره لویه لاره ګڼل کېږي.

د سان انتونیو ښار پولیس وایي تر اوسه دا نه شي ویلای چې په لارۍ کې موندل شوي کسان د کوم ځای وو، وایي په دې اړه د پلټنو چارې د فیډرل ادارې چارواکو ته سپارل شوې دي.

خو د مېکسیکو د بهرنیو چارو وزیر مارسیلو ابرارډ په ټیکساس کې د مېکسیکو د حکومتي چارواکي له خولې- چې د پېښې ځای ته ورغلی- پر ټویټر لیکلي، کوم کسان چې روغتون ته وړل شوي په هغوی کې دوه تنه د ګویټې مالا دي.

د رپوټونو له مخې د انسانانو قاچاک کوونکي یا سمګلران امریکې ته د سفري اسنادو د نه لرونکو مهاجرینو د لېږدولو لپاره کنټینر لارۍ استعمالوي.

په وروستیو څو لسیزو کې له مېکسیکو هېواده زرګونه کسان امریکې ته په غیرقانوني توګه را اوښتي او په دا ډول پېښو کې مخکې هم ګڼ شمېر کډوال مړه شوي دي.

په 2017م کال کې هم د همدې سان انتونیو ښار په یو سوپر مارکېټ کې په یوه کنټېنر لارې کې د 10 تنه کډوالو مړي موندل شوي وو. همدې ته ورته پېښه په 2003م کال کې هم شوې وه چې پکې د 19 تنو مړي له یوې کنټېنر لارې را ایستل شوي وو.

د ټیکساس ایالت جنوبي برخه له څه مودې راهيسې د غیرقانوني پولې په توګه کارول کېږي. کډوال له مېکسیکو په موټرو کې د سان انتونیو ښار ته بېخي نیژدې یو چیک پوسټ ته ځي او تر چیک پوسټ له تېرېدو وروسته د امریکې نورو ښارونو ته سره خپرېږي.

د دغو کسانو مړینې یو ځل بیا د امریکې او مېکسیکو پر پوله هغه چېلنجونه ښکاره کړي چې د کډوالو د اوښتلو مخه نیسي. په وروستیو کې د دغو کډوالو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې ده.

رپوټونه وایي د مېکسیکو د کډوالو ستونځه اوس د ولسمشر جوبایډن لپاره هم ستونځمنه ثابته شوه، ځکه چې وایي د 2021م کال په جنوري کې د صدارت تر څوکۍ سمبالولو وروسته یې ژمنه کړې وه چې له کډوالو سره تړلې د مخکیني صدر ډونالډ ټرمپ ځینې سرزورې پالیسي به بیرته ختمې کړي.