اسټرېلیایۍ جرنلسټه: طالبانو راته ویل یا ټویټ وکړه، یا جېل ته دې بیایو

واشنګټن - یوه اسټرېلیایۍ جرنلسټه چې په افغانستان کې یې د مختلفو خارجي رسنیو سره کار کړی دی، وايي چې طالبانو هغه د خپلو لیکل شویو خبري رپوټونو په وجه، په جبر سره بخښنې غوښتلو ته مجبوره کړې ده او ګواښلې یې ده چې که داسې ونکړي، نو بندیوانه به شي.

د فارن پالیسي مجلې خبریاله لېن اوډونېل چې مخکې په افغانستان کې د اېسوشيټډ پرس او اې اېف پي خبري ادارو بیرو چیف هم پاته شوې ده، نن د شورو/چهارشنبې په ورځ (د جولائی ۲۰مه) پخپل ټویټر کې لیکلي دي:

"د طالبانو استخباراتو وویل، د بخښنې غوښتلو یو ټویټ وکړه، که نه جېل ته ځه. بس هرڅه چې کیږي. هغو راته ویل، ما ټویټ ولیکل. د هغو خوښ نه شول. ټویټ مې لېرې کړ، بیا مې اېډیټ او خپور کړ. زما ویډیو یې جوړه کړه چې [په کې] وایم په ما جبر ندی شوی. هغه یې هم بیا ځلي جوړه کړه."

د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن مشرې شهرزاد اکبر، چې د طالبانو حکومت دا کمېشن نور ختم اعلان کړی دی، د لېن اوډونېل سره خواخوږي ښودلې او ورسره یې لیکلي دي: "طالبان معلوماتو ته د رسایي د مخنیوي دپاره، او په دې خاطر چې افغانستان په تیاره کې وساتي، [پخپلو اقداماتو کې] انتها کوي."

طالبانو تر اوسه د مېرمن لېن اوډونېل د دې نوې دعوې په جواب کې څه ندي ویلي. لېن اوډونېل ویلي چې هغه اوس د افغانستانه بهر وتلې ده. د دې ټویټ نه مخکې، پرون د نهې/سې شنبې په ورځ (د جولائی ۱۹مه) د یو ټویټ په خپرولو سره، د خپلو "۳ یا ۴ رپوټونو" له امله عفوه وغوښته او ویې لیکل چې ګني د افغانستان اوسني واکمنان (طالبان) یې د تنکیو جینکو "په زوره واده کولو او د طالب کمانډرانو له خوا د جنسي کنیزو په حیث د تنکیو جینکو کارولو" باندې تورن کړي و.

لېن اوډونېل پخپل پروني ټویټ کې دا "اقرار" هم کړی و چې ګني د دې رپوټونو د جوړولو مقصد یې د افغاني ثقافت سپکول و. هغې زیاته کړې وه: "دا رپوټونه د کوم کلک ثبوت یا بنیاد بغیر لیکلی شوي و او هېڅ کوم کوشش هم نه و شوی چې د ځایي تحقیق یا د مبینه متآثرینو سره مخامخ ملاقاتو کې د واقعاتو تصدیق وشي."

لېن اوډونېل وایي طالبانو دا ټویټونه په زور ورباندې لیکلي، که نه جېل ته یې لېږله

په افغانستان کې د کم عمره جینکو واده کول کمیابه پېښه نده، او ځیني جینکۍ په کم عمر واده کیږي. د دې ترڅنګ، په دې وروستیو کې چې طالبان افغانستان کې واکمنان شول، په سوشل مېډیا داسې رپوټونه خپاره شول چې ګني ځینو طالب کمانډرانو ځانونو ته نوي ودونه کړي دي. د یو طالب مشر په اړه خو داسې رپوټونه هم ورکړل شول چې ګني د خپلې ناوې راوړلو ته یې پوځي هلیکاپټره وړې وه، مګر طالبانو وروسته په یو بیان کې دا خبر رد کړ.

د لېن اوډونېل پروني ټویټ، زیات کسان چې د هغه د کار او تجربې سره آشنا و، حیرانه کړل. ځینو ورته په ټویټر کې لیکلي و چې دوی پوهېږي مېرمن لېن دا خبره د ټوپک د یرې لیکلې ده.

د یادوني وړ ده چې لېن اوډونېل په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ښځو د حالاتو متعلق د خپل یو لړ رپوټونو په سر د بشري حقونو د مطبوعاتو اېوارډ اخېستی دی.

طالبان وخت ناوخت د جرنلسټانو سره په تشدد او بدې رویې تورن شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د "افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ او په کې یې ویلي چې د تېر اګسټ راهیسي افغانستان کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، ۱۲۲ پخپل سر نیول شوي،له ۵۸ خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او ۳۳ نور ګواښل شوي دي.