واشنګټن - روس د اتوار/یکشنبې په ورځ دا ومنله چې د اوکراین سره یې د غله دانې د برامداتو په سر د تړون تر لاسلیک کولو وروسته، په بندري ښار اوديسا باندې یې د میزائیلو برید کړی دی.
د روس د خارجه چارو وزارت ترجمانې ماریا زاخاروفا پخپل ټېلېګرام اکاونت کې لیکلي دي: "کالیبر میزاییلو د اودیسا په بندري ښار کې پوځي اډانې، په ډېرې درُستۍ سره ویجاړې کړې."
د جمعې په ورځ روس او اوکراین داسې یو تړون لاسلیک کړ چې ترمخه یې اوکراین کولی شي د بحیره اسود په غاړه پروت خپل بندري ښار اودیسا څخه په میلینونه ټنه غله دانه برامد کړي. خو د دې تړون د دستخط یوه ورځ وروسته، د خالي/شنبې په ورځ په اودیسا باندې د میزائیلو حمله وشوه. روس اول وویل چې په دې حمله کې د دوی لاس نشته، خو د اتوار په ورځ یې بېرته ومنله چې حمله دوی کړې وه.
تر اوسه دا نده معلومه چې روسان ولې د حملې د ذمه وارۍ په منلو سره، د خپلې اولې خبرې واووښتل.
د اوکراین صدر ولوډیمیر زلېنسکي په روس باندې سخت تنقید وکړ چې ګني د غله دانې د برامداتو تړون په خطره کې اچول غواړي.
صدر زلېنسکي د شنبې/خالي ورځې په ماخوستن وویل چې په اودیسا ښار باندې د روس حمله "یوه مذمومه حمله ده، او پخپله د روس سیاسي موقفونو باندې هم یو ضرب و. که په نړۍ کې یو څوک اوس هم دا وویلی شي چې د روس سره یو قسمه ډائیلاګ، یو قسمه تړونونه لازم دي، نو وګورئ چې اوس څه روان دي. نن د روسانو کالیبر میزاییلو، د دغه قسمه بیاناتو دپاره هر ډول امکان له منځه یووړ."
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن هم د خالي/شنبې په ماخوستن د یو بیان په جاري کولو سره، دې ته ورته خبرې وکړې.
د امریکا خارجه وزیر پخپل بیان کې ویلي دي: "دا حمله د [جمعې ورځې] تړون په وړاندې د روس د ژمنې اعتبار باندې سنجیده شک پیدا کوي او د ملګرو ملتونو، ترکي، او اوکراین [مشترک] کار کمزوره کوي کوم چې د نړۍ بازارونو ته د بنیادي خوراکونو رسول دي."
د نجات نړېوالې کمېټې (آئی آر سي) مشر ډېوېډ ملېبنډ په یو بیان کې ویلي چې د جمعې ورځې د تړون نه وروسته، دوی ته دا امید پیدا شو چې د اوکراین نه د غله دانې په برامداتو سره به نړۍ کې د لوږې بحران لږ راکم شي. د ملیبنډ په وینا: "مونږ پخوا ویلي دي چې په اوکراین کې جګړه هم د اوکراین دپاره غمجنه پېښه ده او هم د ضرورتمندانو دپاره یوه نړېواله المیه ده. دا وروستۍ پېښه (د میزائیلو حمله) هم ظالمانه او هم خطرناکه ده."
د رائټرز خبري ادارې ترمخه، د اوکراین سرکاري رسنۍ – سسپېلني – د اوکرایني پوځیانو په حواله خبر ورکړی چې د روسانو میزائیلو کوم د پام وړ زیات نقصان نه دی اړولی، او د حکومت یو وزیر هم ویلي چې د بحیره اسود د ساحلي ښارونو څخه د اوکراین د غله دانې د برامداتو پیل دپاره آمادګۍ روانې دي.
په اودیسا ښار باندې د روس حمله، د نړۍ د نورو مشرانو او چارواکو لخوا هم وغندل شوه. د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش په یو بیان کې وویل: "پرون (د جمعې په ورځ) ټولو اړخونو په نړېوال سټېج واضحه ژمنې وکړې چې د نړۍ بازارونو ته د اوکراین د غله دانې او نورو متعلقه موادو دپاره به د خوندي ترسیل لار یقیني کوي."
ګوټېرش زیاته کړه چې په نړۍ کې د لوږو او غریبو خلکو دپاره د اوکراین د غله دانو برامدات ډېر اهم دي او روس، اوکراین او ترکي ته په کار ده چې تړون پوره عملي کړي.
امریکایي او یورپي چارواکو هم د روس د وروستي ګامونو مذمت کړی دی.