د قبایلي اقلیتونو سره متعلقه یوه ښځه د هند صدره وټاکل شوه

واشنګټن - په هند کې د دراوپدي مورمو په نوم یوه پخوانۍ استاذه چې بیا سیاستمداره شوه، د ملک د صدرې په توګه یې سوګند پورته کړ. دراوپدي د هند د قبایلي ټولنې اولنۍ غړې ده چې د ملک دې اوچت منصب ته رسېدلې ده.

که څه هم په هند کې د صدر عهده تر ډېره حده علامتي/تشریفاتي حیثیت لري، مګر د جمهوریت د مشرې/صدرې په توګه د هغه ټاکل کېدل، هند کې د هغو نسلي ډلو دپاره چې څنډې ته پاته شوي دي، یو لویه سېمبولیکه کامیابي ګڼل کېدی شي.

همدا راز څلورشپېته کلنه دراوپدي مورمو، د هند په تاریخ کې دویمه ښځه ده چې د هېواد صدره ټاکلی شوې ده.

دراوپدي مورمو د ګل/دوشنبې په ورځ ډهلي کې په پارلېمان کې د سوګند پورته کولو وروستو وویل: "زما ټاکنه د دې ښکارندویه ده چې په هند کې غریبان صرف خوبونه نشي لیدلی، بلکې خپل خوبونه پاللی هم شي."

هغې دا هم وویل چې "هغه کسان چې د پېړیو راهیسي محرومه پاته شوي دي" اوس به ډېر اطمینان ورته حاصل شوی وي چې "خپل ځانونه په ما کې گوري."

د دراوپدي مورمو پلار په ختیځه اوډېشا صوبه کې د بیاډاپوسي کلي ملک و، او پخپله دراوپدي د خپل کلي اولنۍ ښځه وه چې کالج یې ولوست. د هغې تعلق د هند د سنتال ورورولۍ سره دی، چې د هند یوه ستره قبایلي ډله ده. دراوپدي په ټولنیزو چارو کې د خپل فعالیتونو له امله یې نوم ګټلی و.

د هغې د سوګند پورته کولو وروستو، د هند وزیراعظم نرېندرا مودي په يو ټویټ کې ولیکل: "د هند دپاره یوه اهمه بدلېدونکې موقع، په خصوص د غریبانو، څنډې ته پاته شویو، او پسمانده وو دپاره."

د هند قبایلي ډلې چې معمولآ په لېرې پرتو سیمو کې اوسیږي، د ملک د آباتۍ اته (۸) فیصده جوړوي او په تعلیم او د صحت په چارو کې تر نورو ډېر وروسته پاته دي.

د ۱۹۹۷ کال راهیسي، دراوپدي مورمو دوه ځله د بهارتیا جناتا پارټۍ په استازېتوب د اوډېشا د صوبایي اسمبلۍ ممبره شوله، او په دې وروستو کې هغه د جهارکنډ ایالت ګورنره وه. دراوپدي په صدارتي انتخاب کې د حزب اختلاف ګوند کاندید یشونت سېنها ته ماتې ورکړه او د هند صدره وټاکل شوه. د وزیراعظم مودي ګوند، بي جې پي چې په پارلېمان کې اکثریت دی، د هغې ملاتړی و او کامیابي یې ورپه برخه کړه.

په هند کې صدر د عملي احکاماتو اختیارات نلري، مګر کله چې سیاسي صورتحال غیریقیني شي، بیا صدر اهم کردار لوبولی شي. د مثال په توګه، که چېرته عمومي ټاکنې بې نتیجې پاته شي، بیا نو صدر سره دا اختیار شته چې کوم ګوند ته د حکومت جوړولو امر کوي.