ایچ آر ډبلیو: د ظواهري وژنه باید د افغانستان د کنګل شتمنۍ په اړه د طالبانو او امریکې خبرې اغېزمنې نه کړي

واشنګټن ـــــ د بشري حقونو د څار نړیوال تنظیم یا ایچ آر ډبلیو وایي، په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ له کبله خلک له شدیدې لوږې او ناروغیو سره مخ دي او وایي دا بحران په بیړنۍ توګه حل کول غواړي. دغه تنظیم وایي په کابل کې د القاعده د مشر د وژل کېدو له کبله د طالبانو او امریکې تر منځ په وروستیو کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو په اړه خبرې باید له خنډ سره مخ نه شي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې بشري بحران تر هغه وخته په اغېزمنه توګه نه شي حل کېدای چې امریکا او نور هېوادونه په افغانستان کې د قانوني اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو د اسانتیا لپاره د دې هېواد پر بېنکي نظام بندیزونه کم نه کړي.

دغه سازمان وایي‌ امریکې او د نورو هېوادونو حکومتونو او نړیوال بېنک د 2021م کال د اګست پر 15مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د مرکزي بېنک قانوني اعتبار منسوخ کړ.

ایچ آر ډبلیو وایي د جولای پر 30مه د امریکې په هوایي برید کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د امریکې او طالبانو تر منځ روانې خبرې اترې باید له خنډ سره مخ نه شي او په بیړني ډول یو داسې تړون ته سره ورسېږي چې له کبله یې عام افغانان خپل قانوني تجارتي فعالیتونه پیل کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د اېشیا ایډوکېسي څانګې مشر جان سیفټن وایي، په افغانستان کې د لوږې او روغتیا زیاتېدونکی بحران بیړنی حل غواړي چې وایي ریښه یې د دې هېواد د بېنکي نظام په بحران کې ده:

"پرته له دې چې له بهرنیو حکومتونو سره د طالبانو حیثیت یا اعتبار ته وکتل شي، نړیوال اقتصادي بندیزونه لا هم ددې هیواد لپاره په ناورین او د افغانانو په زیان تمامیږي."

د بشري حقونو د څار سازمان وایي پر دې باوجود چې امریکې او نورو هېوادونو له افغان ادارو سره د بېنکي راکړې ورکړې د لایسنس ورکولو لپاره هڅې کړې، خو د افغانستان مرکزي بېنک لا هم نه شي‌ کولای د بهرنۍ کرنسۍ زېرمو ته لاسرسی ولري یا پر نړیواله راکړه ورکړه کار وکړي.

وایي نتیجه یې دا ده چې د دې هېواد مالي نظام د ځنډ له کبله له لوی بحران او د بېنک د نوټونو له نشتوالي سره مخ دی او پر کاروبارونو، د بشري مرسته کوونکو ډلو او خصوصي بېنکونه پر کارونو لا هم پراخ بندیزونه دي.

ایچ آر ډبلیو وایي د دغو نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله چې بهرنیو مرسته کوونکو ادارو د افغانستان د روغتیا، تعلیم او په نورو ضروري برخو کې د مالي مرستې په سختۍ سره کمې کړې دي، میلینونو افغانانو خپل روزګار بایللی دی.

د بشري حقونو په برخه کې یوه افغان چارواکي د جولای په نیمایي کې هیومن رایټس واچ ته ویلي، چې خلک د خوړلو لپاره هیڅ نه لري او حالت خصوصاً په کلیو کې ډېر خراب دی. دغه تن- چې نوم یې نه دی څرګند- ویلي:

"یوه کورنۍ پېژنم چې په تېرو دوه میاشتو کې یې دوه ماشومان- چې عمرونه یې 5 او 2 دي له لوږې مړه شوي دي، دا په 2022م کې د باور وړ نه ده، د خوراک له کمښته خبر نه یم خو د دې بحران وجه اقتصادي کمزورتیا ده، بېنکي نظام فعاله کول د بشري ناورین د حل لپاره سمدستي او مهمه اړتیا ده."

د بشري حقونو د څار سازمان وایي تر 90 فیصده زیات افغانان د تېر اګست له میاشتې راهیسې د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي، وایي‌ د افغانستان د اقتصاد یوه برخه د طالبانو تر واک او د تعلیم او روغتیا په ګډون په ډېرو نورو برخو کې د بهرنیو مرستو تر بندېدو وروسته د ډېرو کورنیو د آمدن د کمېدو له کبله له بحران سره مخ شو.

ایچ آر ډبلیو وایي د افغانستان د بېنکي نظام د محدودولو لپاره د امریکې او نړیوال بېنک پرېکړو د بشري هڅو په ګډون د دې هېواد ډېر قانوني اقتصادي فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي چې له کبله یې اقتصادي بحران زیات شوی دی.