په کابل کې چې په لومړي اګست د القاعده په مشر ايمن الظواهري امریکا ډرون بريد کړی، پاکستان کې په دغه ډرون اوس هم پوښتنې راولاړیږي چې دغه ډرون د پاکستان فضايي حدود کارولي دي که نه دي؟.
د پاکستان تحریک انصاف فواد چودري په ټويټر ويلي،
"په افغانستان کې په ډرون حمله کې د پاکستان د ځمکې استعمالېدو سوال نه دی، سوال دا دی چې د پاکستان د فضايي حدودو استعمالېدو اجازه ورکړی شوې وه که نه؟ بيا بيا دا بيان ورکول کيږي چې د پاکستان ځمکه نه ده کارول شوې دا غېر واضحه خبره ده اړونده وزارتونو ته به واضحه بيان جاري کول وي".
د فواد چودري د ټويټ سره بيا ګڼو کسانو د پاکستان د پوځ د وياند مېجر جنرل بابر افتخار نه دغه پوښتنه کړې چې ځواب ورته اووايي.
خو د پوځ وياند دوه ورځې وړاندې ويلي وو د ډرون په اړه د بهرنيو چارو وزارت ښکاره بيان ورکړی دی.
ځینې کسانو ویلي، فواد چودري په دغه بيان سياست کول غواړي.
فواد چودري دغه پوښتنه په داسې حال کې راپورته کړې چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرې بيان ورکړی وو.
په څلورم اګست د پاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند عاصم افتخار ویلي وو داسې هیڅ ثبوت نشته چې ګنې په کابل شوي ډرون برید کې د پاکستان خاوره کارول شوې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله هم ویلي وو "په ايمن الظواهري پسې امريکايي ډرون د پاکستان څخه نه ؤ تللی، هغه څنګه وژل شوی، هغه چرته وو؟ په دې باندې د افغانستان او امريکا ترمنځ خبره پکار ده".
په دوېم اګست د امریکې صدر جوبايډن ويلي وو "زما په امر امریکې د افغانستان په کابل کې کامياب هوايي بريد کړی او د القاعده مشر ايمن الظواهري يې وژلی دی".
او دغه بيان ته په ځواب کې په کابل کې د طالبانو حکومت منلي وو، چې دغه بريد امریکايي ډرون کړی دی، غندنه يې کړې وه او د دوحې تړون سرغړونه يې ورته ويلې وه. په دغه بيان کې طالبانو د الظواهري په اړوند هیڅ ذکر نه وو کړی.
خو په څلورم اګست بيا د طالبانو حکومت بل رسمي بيان جاري کړی او ويلي يې وو، "په کابل کې چې کوم هوايي برید شوی او د امريکې صدر جوبايډن دعوه کړې وه چې د القاعده مشر ايمن الظواهري يې پکې په نخښه کړی، د طالبانو حکومت د ايمن الظواهري د راتګ او د اوسېدو په اړه هيڅ معلومات نه لري".