واشنګټن – د امریکا د کمپیوټرو ډېل کمپنۍ وايي، په روس کې یې خپل ټول کارونه پای ته رسولي.
دا وروسته له دې چې دغې کمپنۍ د دې میاشتې په سر کې په روس کې خپل ټول دفترونه وتړل.
دا وروستۍ امریکايي کمپنۍ ده چې په اوکراین باندې د روس د یرغل په غبرګون کې یې په روس کې خپل فعالیت بند کړی دی.
د امریکا د کمپیوټرو ډېل کمپنۍ روس ته د سرورونو د لېږلو یوه مهمه کمپنۍ ده.
دغې کمپنۍ په په روس او اوکراین کې په فیبروۍ کې خلاڅلاو بند کړی وو او حالات یې څارل چې بل ګام به یې څه وي.
د ډېل ویاند مایک سیمیناس رویټرز ته ویلي، "په فیبروۍ کې مونږ پرېکړه وکوړه چې په روس، بیلروس او د اوکراین په ډونیڅک او لوهانڅک سیمو کې به د خپلو تولیداتو پلورل او خدمات نه کوو. ورته کار مو لا له مخکې په کرایمیا کې کړی و."
د روس دولتي خبري رسنۍ ټاس د دغه هېواد د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د مرستیال ویسیلې شپک له خولې راخیستي دي چې، "مونږ د دې حالت د بدلون څارنه کوو."
هغه زیاته کړې، "زمونږ معلومات ښيي چې د ډېل د زیاترو مرکزونو متخصصینو ته په سېنټ پیټربرګز او ماسکو کې له روسي تولیدونکو څخه په ښو تنخواو باندې د دندو کولو وړاندیزونه شوي دي."
په سلګونو په ځانګړي توګه لویدیځو کمپنیو ویلي چې دوی وروسته له هاغې چې د لویدیځ لخوا په اوکراین باندې د روس د یرغل په غبرګون کې په روس باندې بندیزونه ولګېدل په روس کې خپل کارونه او فعالیتونه بندوي او یا یې د اوس لپاره ځنډوي.