واشنګټن - رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د لوک ایل په نامه د تېلو د یوې روسۍ کمپنۍ چېرمن ۶۷ کلن روېل مګنوف د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ماسکو کې د روغتون له کړکۍ نه په غورځېدو مړ شوی دی.
دا د روسي سوداګرو په مرموزه توګه د مړه کېدو په کتار کې تر ټولو نوې پېښه ده.
تر دې مخکې ځینې نورې ورته مړینې په دې توګه وې.
لوینېډ شلمن:
۶۰ کلن شلمن د ګازپروم په ټرانسپورټي برخه کې مشر وو او د ګازپروم لپاره یې د پانګونې پروژې برابرولې.
د هغه مړی د جنورۍ په ۳۰ نېټه د سېنټ پیټرز برګ په شمال کې د یوې کوډلې په تشناب کې موندل شوی وو.
یوې سرچینې د روس ای آی اې خبري رسنۍ ته ویلي، چې د هغه مرګ ځان وژنه ښکاري.
یوې سیمیزې خبري رسنۍ خبر ورکړی وو چې شلمان د خپلې پښې د ټپ له امله د ناروغۍ په رخصتۍ تللی وو.
الېکزانډر تایولاکوف:
۶۱ کلن د ګزپروم د شرک اجرایه مشر وو او مړی یې د فیبروۍ په ۲۵ نېټه د هغه د کور په ګراج کې چې په سېنټ پیټرزبرګ کې وو وموندل شو.
د همدې ورځې په سهار روس په اوکراین یرغل کړی وو.
نه ګازپروم او نه هم د سیمې د پلټنو کمېټې د هغه د مړینې په اړه کوم بیان خپور کړ او په نوایا ګزیتا ورځپاڼه کې دې ته هم د ځان وژنې نوم ورکړل شوی.
میخایل واټفورډ:
۶۶ کلن واټفورډ په اوکراین کې زېږېدلی یو سوداګر وو چې د فیبروۍ په ۲۸ نېټه په انګلستان کې مړ وموندل شو.
پولیس ویلي وو چې د هغه مرګ ته د شک په سترګه نه ګوری خو پلټنې کوي.
ویلادیسلېو اوایف:
د ګزپروم بېنک ۵۱ کلن مرستیال مشر ویلادیسلیو اوایف په ماسکو کې په خپل اپارتمان کې کې خپلې مېرمنې او یوې لور سره د اپرېل په ۱۸ نېټه مړه وموندل شول.
د کومرسانت ورځپاڼې د پلټونکو له خولې ویلي، چې دوی باور لری چې اوایف لومړی خپله ښځه او لور ویشتي او بیا یې ځان وژل دی.
سرګې پروتوسینیا:
۵۵ کلن سرګې پروتوسېنیا چې د روس د ګازو د تولیدونکې نواټېک کمپنۍ تر ټولو لوړ پوړې منیجر وو د اپرېل په ۱۹ نېټه د هسپانیا په یوه کور کې د خپلې ښځې او یوې لور سره یوځای مړه ومندل شول.
د کټلان سیمیزو پولیسو ویلي، چې دوی باور لري چې ده هم لومړی خپله ښځه او لور ویشتلي او بیا یې ځان وژلی.
ویلادیمیر لیاکېشېف:
۴۵ کلن لیاکېشېف د براتیا کراوېوېوې رسټورانټونو شریک وو او د خپلې ودانۍ په ۱۶ پوړ کې مړ موندل شوی وو.
د روس د ار بي سي رسنۍ ویلي چې نوموړی مې په څلورمه نېټه په سر ویشتل شوی و.
یوري ورانوف:
ورانوف د اسټرا شېپېنک کمپنۍ چې له ګزپروم کمپنۍ سره یې قراردادونه لري مشر وو په لیننګراډ کې د یو کور د اوبو په حوض کې مړ ومندل شو.
ار بي سي خبر ورکړی وو چې دی هم په سر ویشتل شوی او تفنکچه هم ورسره موندل شوې.