ايشيا کپ: د پاکستان او هانګ کانګ تر منځ نننۍ سيالي که څوک بايلي بهر کيږي

په متحده عرب اماراتو کې د ايشيا کپ په روانو سياليو کې نن د جمعې په ماښام د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلې مخامخ کيږي خو که کومه لوبډله دا سيالي بايلي د ټورنامنټ څخه بهر کيږي.

په ننۍ سيالۍ کې که کومه لوبډله ګټه ترلاسه کوي د سپر فور پړاو ته رسي او بايلونکې ډله به ووځي.

پاکستان او هانګ کانګ له دې وړاندې يوه، يوه سيالي کړې او دواړو لوبډلو د هند څخه ماتې خوړلي دي.

پاکستان خپله لومړۍ سيالي په 28 اګست د هند سره کړې او هند ورته په پينځه وکټو او دوه بالونو ماتې ورکړې وه.

دغه ډول د هند لوبډلې هانګ کانګ ته په 31 اګست په 40 رنزونو ماتې ورکړې وه.

د ايشيا کپ په ګروپ اې کې د پاکستان، هند او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي چې پکې د هند لوبډله په دوه سيالیو ګټلو سره دوېم پړاو سپر فور ته رسېدلې ده.

بل لور ته په ګروپ بي کې چې د افغانستان، سري لنکا او بنګله دېش لوبډلې شاملي د افغانستان لوبډلې خپلې دواړه سيالۍ ګټلي او سپر فور پړاو ته رسېدلې ده.

سری لنکا يوه سیالي ګټلې او يوه يې بايللې ده او د بنګله دېش لوبډلې په دواړو سياليو کې ماتې خوړلې ده، او د سري لنکا لوبډله هم دوېم سپر فور پړاو ته رسېدلې ده.

د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سري لنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان لوبډله به په سپر فور پړاو کې سبا د خالي/ شنبې په ماښام د سري لنکا سره او په شپږم ستمبر به د هند لوبډلې سره مخامخ کیږي.

د افغانستان لوبډله به د سپر فور درېمه سيالي په نهم ستمبر کوي چې لوبډله يې لا نه ده معلومه چې د چا سره به مخامخ کيږي.

د سپر فور سياليو ته د افغانستان او هند سره د سري لنکا لوبډلې هم رسيدلي دي.

نن چې کومه لوبډله وګټي هغه به هم په دغه پړاو کې شامله شي او بيا به دغه څلور لوبډلې درې، درې سيالۍ کوي او چې څوک زیاتې سيالۍ وګټي په 11 ستمبر به په پايلوبه يا فاينل کې مخامخ کیږي.