جنوبي وزيرستان: چاودنه کې حکومتي ټېکدار وژل شوی

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې حکومتي ټېکدار په یوه ریموټ کنټرول چاودنه کې وژل شوی دی.

د جنوبي وزیرستان پولیسو دا پېښه تاييد کړې او وایي دا پېښه تير د اتوار په ماښام د جنوبي وزیرستان بېرمل تحصیل د اعظم ورسک پولیسو ټاڼې په حدودو کې شوې ده.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل بېرمل تحصیل په کژه پنګه سیمه کې دا چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی دی.

د دوی په وینا چاودنه د ريموټ کنټرول وه چې د سړک په غاړه بارودي توکي ښخ کړی شوي وو او هغه مهال چاودلي چې د سړک د پاڅه یو موټر تیریدو.

بولیسو ویل تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونه د پیښې ځایې ته رسېدلي او ټوله علاقه یې ګیره کړې ده.

هغوي وویل د وژل شوي تن جسد/ مړی واڼه هسپتال ته راوړول شوی چې پیژندګلو یې د حکومتي ټېکدار انور سلیمان خېل په نوم شوې ده.

وویل هغه په سیمه کې د پرمختیایي پروژې جاج اخستو وروسته بیرته روان وو چې په خپل ګاډي کې د چاودنې ښکار شوی دی.

د پولیسو په خبره د پېښې مقدمه د نامالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي.

تر اوسه چا د دغه چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د جنوبي او شمالي وزيرستان په ګډون په خېبر ضلع کې په پوځي عملياتو کې د ترهګرو ملا ماته کړی شوې ده خو په سيمه کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې کیږي.

د تېر کال راهسې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغلی د افغانستان سره په پوله پرته پخوانۍ فاټا کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي.

د روان کال د مې د میاشتې راهسې چې تحریک طالبان پاکستان ډز بندي کړې او بيا يې د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخت پورې غځولې، په دغه ډز بندۍ کې هم د بدامنې پېښې روانې وې خو د څو پېښو زمه وارۍ پکې داعش منلې او نورې به چا نه منلې.

ياده ډز بندي چې تراوسه يې په رسمي ډول چا د ختمېدو څه نه ويلي، د روانې میاشتې ستمبر د دوېمې نېټې څخه تحریک طالبان پاکستان د خېبرپښتونخو په بېلابيلو ضلعو کې چې زیاتې پکې د افغانستان سره په پوله پرتې دي، دغلته د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي او تراوسه پورې يې د 10 نه د زیاتو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.