واشنګټن ـــــ د روس په کوربتوب غونډه کې شریکو هېوادونو یو ځل بیا له امریکې وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بېنک کنګل کړې شتمني ازاده کړي او پر طالبانو یې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې عام ژوند او تعلیم ته د ښځو د لاسرسي ډاډ ورکړي.
د شورو- چارشنبې په ورځ د مسکو فارمټ په نوم دې غونډه کې روس، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ایران، هندوستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، سعودي عرب او ترکیې ګډون وکړ، چې د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او بشري حالت په اړه پکې خبرې اترې وشوې.
د افغانستان لپاره د روس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، دا غونډه په لومړي ځل د افغان استازو له ګډون پرته جوړه شوې ده. کابلوف وویل:
"موږ په کلکه غوښتنه کوو چې امریکا او متحدین یې بې له شرطه د افغانستان ملي شتمني ازاده کړي چې د [طالبانو] چارواکو ته پر یوې خپلواکې مالي او اقتصادي پالیسۍ باندې د عمل کولو لپاره د خپل قانوني حق د استعمالولو موقع په لاس ورشي".
کابلوف په افغانستان کې افغان اقلیتونو ته په اشارې سره پر دې خبره اندېښنه ښکاره کړه چې وایي طالبانو لا د هیواد چلولو لپاره د قومي او سیاسي ډلو په استازیتوب یو ټولګډ حکومت نه دی جوړ کړی. کابلوف وویل:
"دا ډول حکومتي سیسټم [ټولشمول] به په افغانستان کې یوې ریښتینې ملي پخلاینې ته وده ورکړي."
که څه هم روسي چارواکي طالبانو ته لا د یوې ترهګرې ډلې په نظر ګوري او پر خپله خاوره یې ورتګ غیرقانوني ګڼي، خو ماسکو د طالبانو حکومت ته اجازه ورکړې چې په روس کې د افغانستان سفارتي میشن تر سره کړي.
د روس په غونډه کې ویناوالو وویل د طالبانو استازي په تېر 2021م کال کې د ماسکو فارمټ مشاورتي غونډې ته رابلل شوي وو، چې پکې برخه لرونکو هیوادونو له طالبانو سره د "عملي ښکېلتیا لپاره اصول" ټاکلي کړي وو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، د تېر کال په غونډه کې د طالبانو له خوا سیاسي ټولشموله هڅو ته وده ورکول، د ترهګرۍ ضد مبارزه او د ښځو په ګډون د افغانانو حقونو ته د درناوي اصول ټاکل شوي وو، خو وایي طالبانو په دې برخه کې څخه پرمختګ نه دی ښکاره کړی. محمد صادق وویل:
"د لنډمهالي افغان [د طالبانو] حکومت له ډاډ سره سره د ښځو او نجونو حقونه هم له پامه غورځول شوي او د پرمختګ پر ځای یې پکې پرشاتګ راغلی دی. په افغانستان کې د ترهګرو ډلو نخښې هم لا پوره نه دي ختمې شوې."
د ماسکو غونډې استازو تر ډېره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مسلسل ښکېلتیا او همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، چې وایي دا کار به له څلورو لسیزو جګړو او وینې تویېدو وروسته د همېشني امن په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
امريکا او نورو لوېديځو متحدينو یې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له کابل سره مالي مرستې وځنډولې او د صدر جوبایډن حکومت د افغانستان د مرکزي بېنک شاوخوا اووه اربه ډالر له دې ډاره کنګل کړل چې د طالبانو په لاس ور نه شي. د افغانستان شاوخوا دوه اربه ډالر شتمنۍ په یورپ کې هم بندې دي.
طالبانو د خپل تېر حکومت پر ځای په اوسنۍ واکمنۍ کې د معتدلو پالیسیو د خپلولو ژمنې کړې وې خو پر هغه باوجود یې په تېرو پینځلسو میاشتو په زیاتېدونکي ډول ښځې له عام ژونده ایستلې دي او همدغې سخت دریځه تګلارې یې نړۍ مجبوره کړې چې حکومت یې په رسميت ونه پېژني.
طالبان د خپل اوسني حکومت دفاع کوي او وايي چې د ټولو افغان ډلو او اقلیتونو استازیتوب کوي. دوی پر خپل حکومت نیوکې ردوي او ټینګار کوي چې تګلارې یې له افغاني کلتور او اسلامي شریعت سره سمې دي.
د ماسکو فارمټ غونډه کې د سیمه ییزو هېوادونو استازو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د وسلوالو پر موجودیت اندېښنه ښودلې او ددغه هېواد امنیتي حالت یې ورځ تر بلې خرابېدونکی بللی دی.
د تېر کال په اکتوبر کې د ماسکو فارمټ په غونډه کې ګډون کوونکو هیوادونو له طالبانو وغوښتل چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د نجونو بند سکولونه پرانیزي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد استعمال شي.
ضمیر کابلوف غونډې ته د طالبانو د استازو نه بلل کېدل پر ژمنو د طالبانو عمل نه کول ښودلي، خو د طالبانو حکومت د ماسکو غونډې ته د دوی د استازو پر نه بلل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.