په نړيواله کچه د کډوالو يا مهاجرت کوونکو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې ويلي، د کال 2014 نه راپدېخوا د ښه ژوند په لټه کې وتونکو د 50000 نه زياتو کسانو په ګرانو لارو کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په نړیواله کچه د کډوالو ادارې د بې درکه کډوالو پروژې په خپل نوي رپورټ کې ويلي، دغو کډوالو چې ژوند يې د لاسه ورکړی د دوی دپاره نه خپلو هېوادونو، او نه هغو هېوادونو چې دوی ورته تلل، څه کړي دي.
په رپورټ کې ويل شوي د کډوالو د پېښو د مخنیوي په لړ کې ډېر کم کار شوی دی.
د بې درکه شوو کډوالو پروژې ويلي، په څیړنه کې معلومه شوې چې کومو کسانو ژوند د لاسه ورکړی پکې د 30000 کسانو د قوميت درک هم نشته، او په زرګونو کورنۍ د ځواب په لټه کې دي.
ويل شوي هغه بې درکه کډوال چې پېژندګلو يې شوې پکې د 9000 تعلق د افريقې، د شپږ نيمو زرو تعلق د اسيا او درېو زرو تعلق د امریکا سره دی.
ادارې ویلي، افغانستان، شام او ميانمار د سر هغه درې هېوادونه دي د چرته نه چې خلکو د تشدد څخه ځان ژغورولو دپاره کورونه پرېښودي او په بهر هېوادونو کې د پناه اخستو دپاره تښتېدلي دي.
ويل شوي د کال 2014 نه تراوسه پورې په 50000 مړه شوو کډوالو کې د نيمې نه زيات هغه دي چې يورپ ته په تلونکو لارو يې ژوند د لاسه ورکړی دی او د بحېره روم په سفر کې د 25000 نه زيات کسان مړه شوي دي.
د رپورټ ترمخه د 16000 نه زيات کډوال چې يورپ ته د سمندر د لارې تلل هیڅ درک يې نه دی معلوم شوی.
په رپورټ کې ویل شوي په اسيا کې شپږ زره کسانو ژوند د لاسه ورکړی او په دغو کډوالو کې په لارو مړه شوو کې 11 فیصده ماشومان دي.
يادې ادارې ويلي، د ژوند د حق په لړ کې دې د نړيوال قانون لاندې ټولې زمه وارۍ په ځای وساتل شي او کډوالو ته په خوندي توګه د يو ځای نه بل ته منتقل کولو په خبره ټينګار شوی دی.
ويل شوي که څوک د هر ډول علتونو له امله کډوال کيږي، د ښه ژوند په لټه کې ووځي په داسې طريقه مړه کېدل نه دي پکار.