د پاکستان د بلوچستان صوبې په کوهلو ضلع کې د عملیاتو په مهال په پوځيانو چاودنه شوې، يو پوځي [کېپټن] افسر او څلور نور عسکر پکې وژل شوي دي. پرون هم په ژوب کې هم د ترهګرو پرضد عملياتو کې يو پوځي عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.
دوه ورځې وړاندې د بلوچستان په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.
د پاکستان پوځ ویلي، پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ د کوهلو ضلعې په کاهان علاقه کې پوځ د کليرينس يا پاکۍ عملیات کول په دغه مهال پرې ماين چاودنه شوې ده.
په چاودنه کې کېپټن فهد، لانس نايک امتياز، سپاهي اصغر، سپاهي مهران او سپاهي شمون وژل شوي دي.
په سمدستي ډول د چاودنې زمه واري چا نه ده منلې.
له دې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو د بلوچستان په ژوب سیمه کې یې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي او د پوځ له لوري هم یو ترهګر وژل شوی وو.
پوځ ویلي وو دغه عمليات د ژوب په سمبازا سیمه کې افغانستان سره په ګډه پوله د ترهګرو د را اوښتو په خفیه اطلاع ترسره شوي وو.
د وسلوال بريدونو په لړ کې د بلوچستان د سر ښار کوتې په شمول په بېلا بېل سيمو کې هم د پوليسو او ايف سي پر څوکيو بريدونه شوي۔ د کوټې پر سبزل سړک او په سټيلائټ ټاون سيمه کې د پوليسو پر څوکيو باندي لاسي بمي چاوندنو کې د درې پوليسو تر څنګ 12 تنه اولسي وګړي ټپيان شوي، ټپيان د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي چې حالت يې له خطر وتلی ښول کېږي-
د کوټې تر څنګ په بلوڅي ضلعو خضدار او تربت کې هم د پوليسو پر ګاډيو حملې شوې چي تر دې دمه د کوم ځاني مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکول شوی-
دوې ورځې وړاندې د پوځ د وياندې ادارې له لوري په ورکول شوي خبر کې ويل شوي چې د شنبې په ورځ په تربت کې د نامعلوم لسوالو له لوري په بريد کې څلورد ايف سي عسکر وژل شوي۔
په يادو بريدونو کې د زياتره پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ايل اې منلې ده، بي ايل اې د پاکستان او امريکا دواړو حکومتونو لا قانونه ډله نومولې ده-
په بلوچستان کې د بريدونو او چاودنو په پېښو کې د زاياتوالي په باب د بلوچستان د کورينو چارو وزير میر ضیاء لانګو وويل، پېښې زياته شوې خو وايي چې د دې تر شاه د بلوڅ وسلوال او مزهبي تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان لاس دی، د لانګو په خبره يادې ډلې او بلوڅ وسلوالو تنظيمونه په ګډه سره داسې پېښې تر سره کوي، لانګو يادې ډلې په ترهګرو يادو کړې او وويل۔
"له ډېرې مودې هندوستان په افغانستان کې د ترهګرو مرسته کوله او په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې يې لاس درلود، اوس چې طالبان پر افغانستان واکمن دي نو پکار دی چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه وکارول شي۔ کوم بلوڅ بیلتون غوښتونکي چې په افغانستان کې وو هغه اوس داسي مالومېږي چې د طالبانو له واکمنېدو پس بېرته پاکستان او بلوچستان ته راستانه شوي او دلته يې خپل فعالیتپيل کړی، ترهګرې ډلې ټولي سره یو شوې او تر مینځ یې د پاکستان د کمزوری کولواتحاد کړی"۔
ضيا لانګو زياته کړه چې د وسلوالو ډلو مقصد نه بلوچستان مخ ته پرېښودل دي نه هم د اسلام د ګټو لپاره کار کوي۔ په خبره يې بلوڅ وسلوالو ډلو پخوا د هندوستان په مرسته د افغانستان څخه ترګریز بریدونه کول خو اوس د هندوستان له لوري مالي مرسته ورکول کېږي وای د استخباراتو له لاري يې کار روان کړی او د وسلوالو ډلو پر ضد به تر پایه جنګ وکړي۔
د پاکستان صدر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف په کاهان کې په پوځيانو چاودنه غندلې ده.
شهباز شريف ویلي، د قوم اتلانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي او په ترهګرۍ کې ککړ زمه وار به د قانون منګولو ته راولي، هيڅ غلطي به پکې نه کيږي.
په سمدستي ډول د دغو بريدونو د زمه واري په اړوند چا څه نه دي ويلي.
خو په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې، داعش او تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان مني.
[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال حفيظ الله شيراني شريک کړي دي]