په شام کې د ترهګرۍ په پېښه کې 53 تنه په ډزو وژل شوي

واشنګټن- د شام سرکاري ميډيا ويلي د هېواد په مرکزي صحرايي صوبه هومز کې د جمعې په ورځ شوې د ترهګرۍ په پېښه کې لږ تر لږه 53 تنه وژل شوي او د بريد تور يې په داعش ډله پورې کړی.

د سرکاري ميډيا سنا د خبر تر مخه وژل شوي تنان د پالمايره هسپتال ته وړل شوي چې ټول په سرونو ويشتل شوي وو.

سرکاري سرچينې وايي، وژل شوو خلکو صحرايي خريړي ټولول چې وسلوال بريد پرې شوی. هومز صوبه د شامي ځواکونو او د هغوی د پلويانو په ولقه کې ده.

پينځه تنه په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوي چې يو تن پکې ميډيا ته ويلي حمله کونکو د دوی ګاډي هم سوځولي دي. د خبر د خپرولو پورې چا هم د حملې ذمه واري نه وه قبوله کړې.

داعش په يو وخت کې ډېره مځکه نيولې وه خو د امريکا ملاتړو جنګيالو، د شام سرکاري پوځي ځواک چې په شا يې روس ولاړ و، ځايي وسلوالو ډلو او د ترکي پلويانو باغيانو ترې ټول ځايونه بيرته ونيول.

اوس د داعش غړي په پټو ځايونو کې ژوند کوي او چې موقع مومي نو حملې کوي او بيا تښتي. د شام ځواکونه په ټول ملک کې خواره دي خو ډېره تکيه يې په لبناني وسلوالې ډلې حزب الله او ايران ده چې خپله مځکه وساتي.