د نړۍ دسترو معیشتونو جي 20 د خزانې د وزیرانو غونډه د روس اؤ اوکراین په معامله پرته له کومو پایلو یا نتیجو ختمه شوې ده اؤ حتی اعلامیه یې هم خپره نه کړل شوه.
دهند په بنګلور ښار کې راجوړې شوې د جي 20 دخزانې د وزیرانو په دې غونډه کې روس اؤ چین په اوکراین د روس دحملې دغندنې سره مخالفت ښودلی اؤ هند هم د روسیې دغندنې نه ډډه کړې ده.
سږکال جي 20 مشري هند ته ورپغاړه ده اؤ دهند له لوري د اوکراین دستونزې راپورته کولو نه د ډډې کولو باجود لویدیځو هیوادونو ټینګار کړی چې د غونډې دداسې نتیجو ملاتړ به نه کوي چې پکې د اوکرین دجګړې ډاګیزه غندنه شامل نه وي.
د اوکراین دجګړې په غندنه داتفاق نه راتلو له امله دا غونډه پرته له کومې اعلامیې ختمه کړل شوې ده خو دهند دخزانې وزیر دغونډې داحوال په اړه خپل بیان کې ددې دوه ورځنۍ غونډې په مهال دشوؤ خبرو اؤ اختلافاتو یادونه کړې ده.
دغونډې دصدر یا مشر(هند) له لوري دغونډې په اړه خپور کړل شوي لنډیز کې ویل شوي"ډیری غړو په اوکراین کې جګړه په کلکه وغندله او ټینګار یې وکړ چې دا د لا زیاتو بشري کړاوونو لامل کیږي او په سیمه کې شته نیمګړتیاوې لا پسې زیاتوي"
لنډیز کې ویل شوي چې "د اټومي وسلو کارول یا ګواښ د منلو وړ نه دي. د شخړو سوله ایز حل، د بحرانونو د حل لپاره هڅې، او همدارنګه ډیپلوماسۍ او خبرې اترې حیاتي دي. نننی دوره باید د جنګ نه وي"
لنډيز زیاتوي دجګړې په اړه" له روس اؤ چین پرته ټولو غړو هیوادونو اتفاق کړی دی"
چین د تېر نومبر دمیاشتې نه په دې هڅه کې دی چې دجي 20 دبیان یا اعلامیې نه ژبه باید بدله کړل شي اؤ ددې دمتن نه د "جګړې" لفظ وویستل شي.
دغه غونډه چې د جمعې په ورځ د هند په جنوبي ښار بنګلور کې پیل شوې وه، په اوکراین د روسیې د یرغل د لومړۍ کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه.
دې غونډه کې هغه ستر اختلافات چې راڅرګند شول دتېرکال هغه اختلافونو ته ورته وو چې د روسیې لخوا د اوکراین د برید راهیسې یې زیاتې غونډې زیانمې کړې دي.
د تیر کال په نومبر کې په بالي کې د G-20 په سرمشریزه کې، مشرانو د یوې بیانیې په خپرولو سره خپل اختلافات حل کړی وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې "ډیری غړو یې جګړه په کلکه غندلې ده"
په هرصورت، په هند کې د خزانې د وزیرانو په غونډه کې، چین نه غوښتل چې په ګډه اعلامیه کې د "جنګ" کلمه ذکر شي، خو امریکا او یو شمیر لویدیځو هیوادونو د روسیې د تیري په کلکه غندنه وکړه.
دهند داقتصادي چارو سکتر اجی سیټ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي د چین او روسیې د اوکراین په اړه په الفاظو لاسلیک کول نه غواړي ځکه چې "دهغوئ واک یا صلاحیت اقتصادي او مالیاتي ستونزې هوارول دي "
"له بلې خوا، ټولو 18 نورو هیوادونو احساس کاوه چې جګړه به د نړۍ په اقتصاد اغیزه وکړي"
د جرمني د خزانې وزیر کریسټین لینډنر وویل چې په اعلامیه کې د چین له ګډونه انکار د افسوس وړ دی.
رویټرز د امریکا د خزانې د وزیر جینټ ییلن له خولې ویلي چې د روس دغندنې په موخه دهر بیان لپاره دا "بیخي ضروري" ده
د G-20 په سرمشریزه کې، د امریکا، فرانسې او برتانیې په څیر هیوادونو وویل چې دوی د مسکو په وړاندې د سختو بندیزونو اعلان کوي اؤ هغوي دمسکو د تیري له امله د روسیې په یوازې کولو ټینګار وکړو.
له بلې خوا هند چې له روسیې سره له لسیزو راهیسې اړیکې لري، پر روسیې لګول شوي اقتصادي بندیزونو کې نه دی شامل شوی او له مسکو سره قوي سوداګریزې اړیکې ساتي.
د هند د خزانې وزیرې نرملا سیتارامن د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل، "موږ د هند ګټو او له روسیې څخه د تېلو وارداتو ته ګورو"