واشنګټن (روئټرز) - اسرایلي او فلسطیني چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ اردن کې د یوې ناستې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې "یو منصفانه او دایمي امن" ته د رسېدو په لور هلې ځلې وکړي. هغوی دا هم وویل چې د "لا زیات تشدد" د مخنیوي دپاره به نږدې همکاري وکړي.
د اسرایل او فلسطین جګپوړو چارواکو پس له ډېرو کلونو، نن په اردن کې سره وکتل. په دې ناسته کې چې د اردن په کوربه توب ترسره شوه، د اسرایلي او فلسطیني چارواکو ترڅنګ، د امریکا، مصر، او اردن استازو هم برخه اخېستې وه.
په مشترک بیان کې اسرایل ژمنه یاده کړې چې په مقبوضه سیمو کې د یهودیانو د نویو آبادیو د جوړولو خبرې به تر څلورو میاشتو پورې نه کوي، او تر شپږو میاشتو پورې به د کومې نوې آبادۍ منظوري هم نه ورکوي.
د امریکا، اردن او مصر استازو څرګنده کړې ده چې د فلسطینیانو او اسرایل ترمنځ د رابطو د بیا بحاله کولو په لړ کې مثبت پرمختګ ترسره شوی دی.
د نننۍ ناستې مقصد د تشدد د وروستۍ لړۍ ختمول و. چارواکي وایي چې د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد کومې وروستۍ پېښې چې مخې ته راغلي دي، دا یره یې پیدا کړې ده چې د روژې میاشتې په درشل کې به کشیدګۍ نور هم اضافه شي.
د اسرایلي او فلسطیني چارواکو ترمنځ دا ناسته د اردن په ساحلي ښار عقبه کې جوړه شوه او د امریکا په استازيتوب هغې کې د منځني ختیځ په مسایلو کې د صدر جو بایډن سلاکار، برېټ مک ګورک برخه اخېستې وه.
د ناستې نه وړاندې، چارواکو چې غوښتل یې نومونه یې پټ وساتل شي، خبریالانو ته وویل، دا ناسته د اردن د کوښښونو نتیجه ده چې د واشنګټن او په خطه کې د خپل شریک ملک مصر سره یې سفارتکاري رابطو کې هلې ځلې کړي څو په اسرایل او د فلسطینیانو په غزه او لویدیځه غاړه (وېسټ بنک) کې امن او د دوو اړخونو ترمنځ اعتماد بحاله کړی شي.
د اردن هېواد یو چارواکي هم د ناستې نه وړاندې روئټرز خبري ادارې ته وویل چې د دې ناستې مقصد فلسطینیانو ته د یوې سیاسي آیندې دپاره امید ورکول دي. د هغه وینا وه چې که دا مقصد ترلاسه کړی شي، نو په عمل کې به یې نتیجه راښکاره او سیمه کې حالات بهتره شي.
په همدې حال کې اسرایلي چارواکو خبر ورکړ چې یو فلسطیني وسله وال د اتوار/یکشنبې په ورځ په مقبوضه وېسټ بنک (لویدیځه غاړه) کې دوه اسرایلي وروڼه وژلي دي.
تر اوسه د دې پېښې ذمه واري کومې ډلې په غاړه نده اخېستې. د اسرایل پوځ وویل وسله وال فلسطینی په دې پېښه کې په یو اسرایلي ګاډي باندې ډزې کړي دي. د صحت چارواکي وایي په پېښه کې د دوو تنو وژل شوو وروڼو عمرونه د دېرشو کالو نه کم و.
ځایي خلکو ویلي چې وژل شوي ځوانان، په مقبوضه سیمه کې د یهودانو د نویو آبادیو اوسېدونکي و. د اسرایلي پوځ وینا ده چې دوی سیمه کلابنده کړې او د "ترهگرو" په لټه کې دي.
د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ چې په دې وروستیو څو میاشتو کې کشیدګۍ او تشدد زور واخیست، د عربي ملکونو او نړېوالې ټولنې فکرمندي یې راوپاروله چې هسې نه د تشدد دا پېښې یو ځل بیا د اسرایل او فلسطینیانو په لویه شخړه بدلې شي. اوس چې د اردن په کوربه توب دا ناسته جوړیږي، نو یو امید پیدا شوی چې کشیدګۍ به بېرته کمې شي.
د اردن هېواد چارواکي چې غوښتل مطبوعات یې نوم پټ وساتي، وویل: "داسې یوه ناسته په دا څو کلونو کې نه ده ترسره شوې...د دوی په یو ځای راغونډول پخپله یوه لویه کامیابي ده."
په تېرو کلونو کې د روژې په میاشت کې چې د یهودیانو عید فسح او د عیسایانو ایسټر (عید قیامت) هم په دې میاشت کې برابرېده، د اسرایلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ د بیت المقدس ښار د الاقصی مسجد شاوخوا ته شخړې شوې دي.
بیت المقدس (یورشلیم) هم د مسلمانانو او هم د عیسایانو او یهودیانو دپاره مقدس ګڼل کیږي. د اردن شاهي عربي ملک چې د اسرایل ګاونډ کې دی، په زاړه بیت المقدس کې د الاقصی مسجد نګراني په غاړه لري.
د فلسطیني ادارې د صحت وزیر ویلي چې سږ کال لږ تر لږه دوه شپېته (۶۲) فلسطینیان وژل شوي چې په دې کې وسله وال او عام خلک هم شامل و. بل اړخ ته د اسرایل خارجه وزارت وایي چې په همدې موده کې لس تنه اسرایلیان او یو اوکرایني سیلګر د فلسطینیانو په حملو کې وژل شوي دي.
د روانې فرورۍ میاشتې په سر کې د اردن پاچا ملک عبدالله د امریکې د صدر جو بایډن او د هغه د استازي مک ګورک سره یې خبرې او ملاقاتونه وکړل. په دې خبرو کې، امریکا چې د اسرایل کلک ملاتړی دی، د خطې د امن په اړه خبرداری ورکړ او په دې یې ټینګار وکړ چې د فلسطینیانو د یو آزاد ریاست دپاره مذاکرات له سره پیل شي. دغه مذاکرات د امریکا په ملاتړ روان و مګر څو کاله کیږي چې بېرته په ټپه درېدلي دي.
د اسرایل موجوده حکومت اراده څرګنده کړې ده چې د فلسطینیانو په مقبوضه سیمو کې به د یهودیانو د نویو آبادیو لمن به پراخه کړي او ځیني موجوده آبادۍ چې غیرقانوني بلل کیږي، هغو ته به قانوني حیثیت ورکړي.
له هغه وخته چې په اسرایل کې د بنیامین نېتنیاهو په مشرۍ ښي اړخې حکومت واک اختیار ته رسېدلی دی، د اسرایل د پالیسیو په اړه د عرب ملکونو فکرمندي زیاته شوې ده.