ایت الله خامنه اي: نجونو ته په شکمنه توګه د زهرو ورکول کېدو عمل نه بخښوونکی جرم دی

د ایران سپریم لیډر یا ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د ګل/دوشنبې په ورځ په ښوونځیو کې جینکو زده کوونکو ته د زهرو ورکول کیدو شکمن عمل نه دنه بخښلو جرم بللی دی.

د ایران د دولتي خبري اژانس اېرنا په وینا، ایت الله علي خامنه اي ویلي، که چارواکي ثابته کړي چې په ښوونځیو کې نجونو ته په قصدي ډول زهر ورکړل شوي دي، نو "هغه کسان چې د دې جرم تر شا دي، باید تېزندي کړل شي، او د دوی لپاره به هیڅ ډول بخښنه نه وي".

دا لومړی ځل و چې خامنه اي سلګونو ماشومانو ته د زهرو ورکول کیدو په اړه په عامه توګه خبرې کولې، چې په ایران کې د خلکو غوسه یې راپارولې ده.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي تېره اوونۍ امر کړی ؤ چې د نومبر له میاشتې راهیسې په څه دباندې 50 ښوونځیو کې په مرموزه توګه د نجونو د ناروغه کیدو دعلتونو په اړه څېړنې وکړي.

دایران د 30ولایتونو څخه په لږ تر لږه 21 ولایتونو کې د ښوونځیو ماشومانې د ستوني په ناروغۍ اخته شوي اؤ رپورټونه وایي ددې تر څنګ ورته په ساه اخستو کې ستونزه هم راولاړیږي.

د فرورۍ د میاشتې په وروستیو کې د ایران د روغتیا مرستیال وزیر ښاغلي یونس پناهي دعوه کړې وه چې دغو جینکو ته یوازې د دې لپاره په خوراک کې زهر ورکړل شوي ترڅو له زده کړو منعې کړل شي.

په واشنګټن کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارېن ژان پییر د ګل/دوشنبې په ورځ وویل "دا احتمال چې په ایران کې نجونو ته یوازې دزده کړو ترلاسه کولو په هڅه کې زهر ورکول شوي، "د شرم وړ دی. دا د منلو وړ نه ده".

هغې په شکمنه توګه جینکو ته د زهرو ورکول کیدو د اطلاعاتو د خپلواکه، رڼو اؤ عادلانه پلټنو غوښتنه وکړه او وی ویل چې دا ډول پلټنې د ملګرو ملتونو دسیوري لاندې کیدای شي.

هغې وویل، که چرته د زهرو ورکولو دا عمل په لاریونونو کې د نجونو د ګډون سره تړاو ولري، نو دا د ملګرو ملتونو د خپلواک نړیوال حقیقت موندونکي ماموریت په واک کې ده چې د ایران په اړه تحقیقات وکړي.

په ایران کې د ښوونځیو نجونو ته په شکمنه توګه د زهرو ورکول کیدو دا معامله وروسته له هغې راپدیخوا شوې تېر کال په ستمبر کې دیوې 22 کلنې ایرانۍ مېرمنې مهسا امیني د پولیسو ولکه کې دمړینې پرضد ایران کې سخت احتجاجونه شوي وؤ اؤ په دې احتجاجونو کې زیاته برخه دمیرمنو په ځانګړي ډول دښځينه زده کوونکو وه.

یو شمېر فعالانو چې په دغو مظاهرو کې یې برخه اخستې وه، پر چارواکو تور پورې کړی چې د ښوونځيو د هغو نجونو نه دانتقام اخستو په غرض یې هغوئ ته زهر ورکړي چې په مظاهرو کې یې ګډون کړی‌ ؤ.

ایراني چارواکو په دې اړه تفصیلات نه دي ورکړي چې نجونو ته په شکمنه توګه زهرو ورکولو کې د چا لاس دی؟

چارواکو د دغه هېواد پر نامعلومو «دښمنانو» تور لګولی چې د ایران د حکومت د کمزوري کولو لپاره یې له بریدونو څخه کار اخستی دی.

د دوشنبې په ورځ، ایراني رسنیو راپور ورکړو چې چارواکو په قم کې میشته یو خبریال علي پورطباطبایی نیولی چې په منظم ډول دسکولونو جینکو ته د زهرو ورکول کیدو په اړه رپورټونه ورکول.

(ددې رپورټ ځینې معلومات د ایسوسي ایټیډ پریس، رویټرز، او فرانس پریس اژانس څخه اخستل شوي)