امریکا د نایجر هېواد سره د بشري، اقتصادي او امنیتي امداد وعده وکړه

عکس: د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د نایجر د خارجه وزیر محمد بازوم سره د هغه هېواد په صدارتي اېوان کې - ۲۰۲۳ کال د مارچ ۱۶مه

واشنګټن - د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د زیارت/پنجشنبې په ورځ افریقايي هېواد نایجر ته ولاړ چې هغه ملک ته د بشري، اقتصادي او امنیتي امداد وړاندیز وکړي. دا نایجر هېواد ته د امریکې د یو خارجه وزیر اولنی سفر ګڼل کیږي.

نایجر ته د تګ نه وړاندې، ښاغلی بلېنکن ایټوپیا ته تللی و. څېړونکي د هغه سفر ته په دې نظر ګوري چې امریکا کوشش کوي د نړۍ په هغه سیمه کې چېرته چې روس او چین خپل اثررسوخ پراخول غواړي، هلته کې د امریکا تعلقات مضبوطه کړي.

د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د نایجر د خارجه وزیر سره په یو مشترک خبري کنفرنس کې، د افریقې مغربي او مرکزي سیمې ته چې ساحل په نوم پېژندلی کیږي او نایجر، بورکینه فاسو، چډ، مالي، او موریټانیه په کې شامل دي، د یو نیم سل (۱۵۰) میلینه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.

بلېنکن د دې مرستې د اعلان سره، نایجر او د خطې نور ملکونه، د جمهوریت اصولو ته د هغو د ژمنې په خاطر وستایل. هغه وویل چې امریکا ژمنه ده د خطرو او چلېنجونو په وړاندې د جمهوریتونو په تحفظ کې سرمایه کاري وکړي.

بلېنکن په هغو پروګرامونو هم خبرې وکړې کوم چې په نایجر کې د خوراکي موادو د ستونزو په اړه ډیزاین شوي. هغه دا یادونه هم وکړه چې د خوراکي موادو مشکلات، په اوکراین باندې د روس د پوځي یرغل نه پس زیات شوي دي.

په دې کنفرانس کې د بلېنکن نه د پولېنډ د هغې فیصلې په هکله هم وپوښتل شول چې غواړي مېګ-۲۹ جنګي جټ جهازونه اوکراین ته ورکړي. اوکراین د لا ترقي یافته جهازونو غوښتنه کړې ده چې د روس د یرغل مقابله ورسره وکړی شي، مګر تر اوسه امریکا دې غوښتنې ته د هو ځواب ندی ورکړی.

بلېنکن وویل چې دا د پولېنډ خپله ذاتي آزاده فیصله ده او مختلف ملکونه د دې دپاره چې د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین د دفاع مرسته وکړي، مختلف کارونه کوي.

هغه زیاته کړه چې امریکا همیشه دې ته توجو کړې چې یقیني کړي اوکراین په دې حال کې د خپل ضرورت وړ شیان ولري، مګر دا یوه اشتباه ده چې په یو ځانګړي وخت کې د اسلحې په کوم ځانګړي سیسټم باندې ترکیز وشي.

د بلېنکن وینا وه چې اوکراین سره صرف د اسلحو د سم سیسټم درلودل کافي ندي، بلکې دا هم مهم دي چې هغوی یې په استعمال پوهه شي او په یوه جامع منصوبه کې هغه برابر راشي.