رانا ثناء الله: ترهګر له قابو نه ندي وتلي او نه وتلی شي

پاکستان کې د ترهګرو لخوا د ترسره شوو وروستیو بریدونو وروسته، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي، ترهګر نه خو له قابو وتلي دي او نه به په راتلونکي کې داسې وشي.

په ټویټر باندې خپل بیان کې ښاغلي رانا ثناء الله ویلي چې د هیواد مسلح ځواکونه په بشپړ ډول (د ترهګرۍ دمخنیوي) وړتیا او توان لري او هره ورځ د پټو معلوماتو پر اساس د ترهګرو پرضد عملیات کوي.

راناء ثناء الله دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې اوړمه شپه هم د خېبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې په پولیسو ترسره شوي برید او بمي چاودنه کې د یو پولیس ډي ایس پي په ګډون څلور عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي وؤ.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

رانا ثناء الله پخپل بیان کې منلې ده چې له ټولو عملیاتو او اقداماتو باوجود د ترهګرۍ خطرې یا ګواښونه اوس هم شته.

د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ترهګرۍ د ناسور د جرړو ویستلو لپاره ټولې اړونده ادارې د یو بل په مرسته ګامونه اخلي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ بهیر یو وارې بیا چټک شوی او په امنیتي ځواکونو ترسره شوو بمي چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې په سلګونو عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په دې چاودنو او ځانمرګي بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخلي.

موجوده حکومت پرله پسې دعوې کوي چې د ترهګرۍ نوغی به وباسي خو څیړونکي وايي دې اوسني حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي د پاره کوم خاص څه نه دي کړي او ښايي چې د دې حکومت په وړاندې دومره ډېر بحرانونه يا چېلنجونه دي چې نه پوهیږي لومړيتوب کوم ته ورکړي ؟

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان خان وايي، پاکستان کې ترهګري د انتهاپسندۍ نه زېږېدلې او دا په پښتنه سيمه کې په منظم ډول سېوا کړی شوې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه ویلي "دا انتهاپسندي اوسنۍ نه ده د دې پېل په افغانستان کې د شوري اتحاد پرضد چې نړيوال اتحاد، امريکا او غرب او د پاکستان ډیکټېټر ضياالحق جنګ شورو کړو د هغې وخت نه دا انتها پسندي پېل شوې او بيا د 9/11 نه وروسته ترهګري ډېره زیاته شوې ده".

هغه وويل "پاکستان کې د حميد ګل نه واخله تر فېض حميد پورې جرنېلانو که د وسله والو ملاتړ نه کولو خو نرمه رويه یې ورسره ساتله او عمران خان د طالبان خان په نوم ياد کړی شو او د پيپلز ګوند حکومت که د وسله والو مخالف و خو په دغه لړ کې حکومتونو څه نه شو کولی".

د ډاکټر سرفرخان خان په خبره "موجوده حکومت دومره کړي چې عمران خان کومې خبرې شورو کړې وې دوی ورته ويلي که ټي ټي پي د ايين چوکاټ نه مني دوی ورسره خبرې نه کوي او نه یې مني دومره بدلون به راغلی وي نور بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی".

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير روانه مياشت د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر کړی د افغانستان سره په پوله جوړو مورچو ته ورغلی او ویلي يې وو چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.