واشنګټن- د نيويارک ايالت د ولسي عدالت ( جيوري) په سپارښتنه د امريکا د پخواني ولسمشر ډانالډ ټرمپ د جرم په تور کې د نيولو امکان څرګنديږي او ويل کيږي د نهې-سه شنبې په ورځ ونيول شي او عدالت ته وړاندې کړل شي.
دا به د امريکا په تاريخ کې وړومبی ځل وي چې يو پخوانی ولسمشر د جرم په تور کې د ولسي عدالت لخوا مجرم ګرځول کيږي ځکه چې د جيوري په وينا هغه د کال 2016 د ولسمشرۍ د انتخابونو په کمپين کې د بالغانو د فلمونو يوې اداکارې له پټې پيسې ورکړي.
دا جرم پرې په داسې وخت کې لګېدلی چې ټرمپ يو ځل بيا د ولسمشرۍ په انتخابونو کې برخه اخلي. هغه د کال 2020 انتخابونه د جو بايډن نه بايللي وو.
د ټرمپ خلاف فرد جرم په راز کې دی او دا نه ده معلومه څومره او کوم کوم تورونه په هغه لګېدلي خو سي اين اين رپوټ کړي چې د 30 نه زيات تورونه پرې شته. البته وي او ای د دې تصديق ونه کړی شو.
د مين هيټن د ضلعي اټارني لا د سرکاري وکيل دفتر يو بيان خور کړی چې پکې ويلي شوي د ټرمپ وکيل ته دا پيغام ورکړل شوی چې د سپريم کورټ لخوا د فرد جرم لګولو په ترڅ کې دې ځان حواله کړي چې عدالت ته پيښ کړل شي.
ټرمپ چې په فلوريډا کې استوګن دی به نيويارک ته سره د خپلې خفيه عملې سفر کوي. چې کله ونيول شي نو عدالت ته د وړاندې کولو مخکې به ترې د ګوتو نښانې او تصوير اخستل کيږي او په شخصي ضمانت به د جج لخوا پرېښودل شي.
يو شمېر رسنيو د ناڅرګنده سرچينو په حواله ويلي کېدلی شي ټرمپ د ګل-دوشنبې په ورځ نيويارک ته لاړ شي او شپه په ټرمپ ټاور کې وکړي.
د جمعې په ورځ د استخباراتو افسرانو او د نيويارک د پوليس محکمې چارواکو د عدالت د خوا و شا جاج اخستلی او د امنيت په وضع يې خبرې اترې کړي.
د ټرمپ وکيل/اټارني سوسن نېشېلز رايټرز خبرې ادارې ته ويلي پخوانی ولسمشر به فرد جرم ونه مني.
ټرمپ د انتخابي کمپين د پاره د چندې ټولولو په موقع ويلي “څه چې راروان دي زه ترې نه ويرېږم”. د کمپين غړو د هغه خلاف د فرد جرم لګولو مسله په کمپين کې استعمال کړې او ويلي يې دي چې په څلورويشت ساعته کې يې د څلور ميلين ډالر نه زياته چنده جمع کړې.
په خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل کې ټرمپ په جج جسټس جان مرچن نيوکه کړې او ويلي يې دي کېدلی د هغه د مقدمې نه صرف نظر وکړي ځکه ياد جج د ټرمپ نه کرکه کوي او د تېر کال په مقدمه کې يې د ټرمپ ارګنايزيشن سره زياتی کړی چې کمپني يې ورله د ټيکس په فراډ کې جرمانه کړې وه.
په يو بيان کې ټرمپ ويلي چې هيڅ يې غلط نه دي کړي او دا فرد جرم د ډيموکريټس لخوا د ځورونې يوه کړۍ ده چې د هغه د ميک امريکا ګريټ اګين مهم پرې تباه کړي.
پخواني ولسمشر ليکلي “دا په تاريخ کې د سياسي انتقام او په انتخابونو کې د مداخلت په لوړه کچه يو عمل دی. ډيموکريټس دروغ ويلي، او د ټرمپ په بدنامولو کې يې غلا او درغلي کړې. اوس يې داسې ناشونی کار کړی چې د يو بې ګناه تن خلاف يې فرد جرم لګولی او دا په انتخابونو کې مداخلت دی”.
ټرمپ ويلي په ځای د دې چې دا به هغه ته څه زيان واړوي دا فرد جرم به سرچپه کار وکړي او د جو بايډن خلاف به استعمال شي.
تېره اوونۍ ټرمپ په سوشل ميډيا ويلي وو چې دا فرد جرم به مرګ ژوبله او بربادي راوړي چې مخاليفينو يې ګڼل دا بيان به خلک تشدد کولو ته وهڅوي.
ډېرو خلکو د مخکې نه انګېرل چې په ټرمپ به فرد جرم لګي او ګڼي دا به د واشنګټن چار چاپېره طوفان جوړ کړي. د ريپبلېکن ګوند د کانګرس غړي او ټرمپ نزدې ملګري جېم جورډن په ټويټ کې ليکلي “دا قهر پارونکی ګام دی”.
د ريپبلېکن د نمايندګانو د ايوان سپيکر کيوېن ميکارتي د نيويارک په اټارني ايلوېن بريګ تور لګولی چې د انصاف محکمه د ټرمپ خلاف استعمالوي او د ناجايزه اختيار د دې ناشوني عمل به ورسره حساب کتاب کيږي.
که هر څو د ريپبلېکن ګوند غړي دا يو سياسي انتقام بولي خو ډيموکريټس يې په حمايت کې دي. په يو بيان کې د پارلمان پخوانۍ سپيکرې نينسي پلوسي ويلي ولسي عدالت په ريښتياو او قانون عمل کړی. هغه وايي “څوک هم د قانون نه اوچت نه دي او دا د هر سړي حق دی چې مقدمه وکړي او خپله دفاع وکړي. اميد دی پخوانی ولسمشر به په امن سره د نظام احترام وکړي او د ځان دفاع د هغه حق دی”.
ولسمشر جو بايډن تېره ورځ خبريالانو ته وويل “زه د ټرمپ په فرد جرم خبره نه کوم”. دا فرد جرم د فيډرل تحقيقاتو په ترڅ کې لګېدلی چې ټرمپ د بالغانو د فلمونو اداکارې سټارمي ډينيلز له 130,000 ډالر د خپل پخواني وکيل مايکل کوهن په لاس پټې ورکړي چې هغه خله چپه وساتي.
د پټو پيسو ورکولو خبره په کال 2018 کې راښکاره شوه کله چې کوهن د خپل پخواني مشر خلاف شو او ويې ويل ټرمپ ورته حکم کړی و دغه پيسې دې ډينيلز ته ورکړي چې د ټرمپ سره د جنسي اړيکو څرګندونه ونه کړي. ټرمپ ارګنايزيشن دغه پيسې کوهن ته د قانوني فيس په نوم ښکاره کړي.