د سوډان په جګړه کې ښکېلو غاړو د درې ورځني اوربند د ساتلو ژمنه کړې

واشنګټن – د سوډان په جګړه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا لخوا د سختو مذاکراتو وروسته درې ورځنی اوربند شوی.

د جګړې دواړو غاړو، د سوډان وسلوالو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو اعلان کړی چې اوربند به ساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن په یو بیان کې ویلي، "د جګړې د دوامداره خاتمې لپاره به امریکا د سیمې او نړیوالو شریکانو او د سوډان له ملکي اړخونو سره په همغږۍ د یوې داسې کمېټې په جوړېدو کې مرسته وکړي چې په سوډان کې به د مذاکراتو، پایلو او د تاوتریخوالي د تل پاتې درېدو او بشري حالاتو څارنه کوي."

بلنکن زیاته کړه، چې امریکا به د سوډان له ډلو سره " په سوډان کې د ملکي حکومت د بېرته راتلو د ګډ هدف لپاره" کار وکړي.‌

د ملګروملتونو ادارو ویلي، چې په سوډان کې د جګړې د پيل یعنې د اپرېل له ۱۵ نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۲۷ کسان وژل شوي او تر ۳۷۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټوني ګوټېریش د ګل یا دوشنبې په ورځ د امنیت شورا په غړو باندې غږ وکړ، چې "له ډلو سره دې د تاوتریخوالي په ختمېدو، د نظم په بېرته راتلو او ډیموکراټیک بدلون ته د لارې د جوړېدو په برخه کې زیاته هڅه وکړي."

ټاکل شوې ده چې د امنیت شورا به د نهې یا سې شنبې په ورځ د سوډان په اړه یوه غونډه هم وکړي.

ګوټېریش همدارنګه وویل، ملګري ملتونه سوډان نه پرېږدي خو په لنډ مهاله توګه یې خپل په سلګونو کارکونکي د هېواد په دننه او بهر کې نویو ځایونو ته وړي دي.

کاناډا،‌ مصر،‌ فرانسه، جرمني، ایټالیا، سویډن او امریکا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې له سوډان څخه د بهرنیو اتباعو په ویستلو کې له الوتکو او کاروانونو کار اخلي.

د امریکا د حکومت اکثره هغه کارکونکي چې د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه وېستل شوي وو د ګل یا دوشنبې په ماسپښین واشنګټن ته رسېدلي.

د برتانیې د بهرنیو چارو دفتر ویلي، چې دوی د نهې یا سې شنبې په ورځ له سوډان څخه د خپلو کسانو د وېستلو بهیر له خرطوم څخه د باندې له یوه هوايي‌ ډګر څخه پیل کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اکثره کسان یې په خوندي توګه وېستل شوي دي.‌

په ورته وخت کې ځینې سوډانیانو په خپله هم د ځآن د ساتلو لپاره په موټرو او بسونو کې په خطرناکو لارو د تښتېدلو پرېکړه کړې.‌