د پاکستان الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې یې د انتخاباتو دپاره د نېټې ټاکلو کومه فېصله اورولې هغې ته دې بيا کتنه وکړي.
د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه الېکشن کمېشن په خواست کې دريځ خپل کړی چې د انتخاباتو دپاره د نېټې ورکولو اختيار يا واک عدليې ته نه دی ترلاسه، ايين جوړونکو دغه حق عدليې ته نه دی ورکړی چې عدليه د انتخاباتو دپاره نېټه اعلان کړي.
الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته خواست کړی چې د څلورم اپرېل خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي او د انتخاباتو د نېټې په اعلان سره عدالت د خپل واک نه ور اوړېدلی دی.
د پاکستان سپريم کورټ په څلورم اپرېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله اورولې او حکم یې کړی وو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي وو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.
په شپږم اپرېل د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي وو چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.
او د اتحادي حکومت د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي وو، په کوم لانجمن انداز چې د انتخاباتو کولو هڅې کیږي، په دې انتخاباتو سياسي ګوندونه سلا نه دي، د سپريم کورټ ججان پرې وېشلي دي ځکه داسې لانجمنه انتخابات کېدل به په ملک کې ګډوډی جوړ کړي او د ملک د تباهۍ سبب به وګرځي.
د راپورونو ترمخه الېکشن کمېشن سپريم کورټ ته په کړي خواست کې ویلي، عدالت د قانون تشريح کولی شی قانون بيا نه شي ليکلی، او خپلواکه الېکشن کمېشن د وخت ضرورت دی.
ویل شوي الېکشن کمېشن په خواست کې دا هم ويلي چې د انتخاباتو دپاره د امنيت انتظام نه دی شوی او نه فنډ ورکړی شوی دی، بېلټ پېپرې نه دي چاپ شوي او د نورو اړونده چارو دپاره پسې هم نه دي ورکړی شوي.
په خواست کې دا هم ويل شوي چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو له امله د قامي اسمبلۍ انتخابات په رڼه توګه نه شي ترسره کېدی.
په 20م اپرېل د پاکستان د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په ټول ملک کې په يو وخت د انتخاباتو کېدو په اړوند اورېدنه کې ويلي وو، چې عدالت په 14 مې په پنجاب کې د انتخاباتو کولو فېصله کړې او هغه حکم بيرته نه اخلي.
چیف جسټس ويلي وو، چې چا هم عدالتي فېصله نه ده چېلنج کړې او د عدالت حکم واپس اخستل ټوقې نه دي د فېصلې لرې کولو هم خپله طريقه ده د ورځې هم تېرې شوي دي.
مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په کولو تينګار کوي او په الېکشن کمېشن د اتحادي حکومت د طرفدارۍ کولو تور لګوي.
خو الېکشن کمېشن تل د تحریک انصاف تورونه رد کړي دي. او ايتلافي حکومت وايي په ټول ملک کې دې په يو وخت او يوه ورځ انتخابات په يو ځای ترسره شي.
په وروستيو کې د سپريم کورټ لخوا د حکومت او مخالفه ګوند ترمنځ د انتخاباتو په معامله د مذاکراتو ويل شوي او بيا د حکومت او تحریک انصاف ګوند د استازو درې ناستې هم شوي خو د انتخاباتو په معامله یې تراوسه سلا نه ده راغلې.