مطبوعات وایي د سعودي عرب حکومت د سېلګرۍ په اړوند خپل سخت قوانین نرم کړي اؤ اوس یې همجنس پرستانو اؤ نرښځیانو ته هم خپل هیواد ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.
په پاکستان کې نرښځیانو د سعودي د حکومت دا اقدام ستایلی دی اؤ وایي که داسې وشي نو د اسلامي ملکونو نه به ډيرو نرښځیانو ته په ازادۍ سره د حج اؤ عمرې کولو فرصت په لاس ورشي .
خو دپېښور نرښځی ګل چاهت چې په دې وروستیو کې یې عمره کړې ده ، وایي دعمرې کولو په موقعه ورسره د سعودي امنیتي چارواکو بده اؤ د نه بیانېدو رویه کړې ده.
د پاکستان ډاڼ ورځپاڼه کې د امریکایي خبري شبکې سي این این دیو خپور شوي رپورټ له مخې دسېلګرۍ په اړوند دسعودي عرب په یوه سرکاري ویب پاڼه څو وروستي نوښتونه یا اپډيټس مخې ته راوړل شوي چې هغه ښایي اوس همجنس پرستان اؤ نرښځیان هم سعودي ته دننوتلو اجازه لري.
رپورټ کې دعوه شوې ده چې تر دې وړاندې دسېلګرۍ اړوند په دې سرکاري ویب پاڼه داسې هیڅ مواد نه وؤ لیدل شوي.
سي این این پخپل رپورټ کې ویلي چې په یاده سرکاري ویب پاڼه تر مارچ 2023م پورې سعودي ته دهمجنس پرستانو اؤ نرښځیانو دننوتلو په اړوند هیڅ اپ ډیټس نه وؤ.
دسعودي دسېلګرۍ یا دحج اؤ عمرې دچارو وزارت لا په رسمي توګه په دې اړوند کومه اعلامیه نه ده جاري کړې .
دسعودي په دې سرکاري ویب پاڼه دپوښتنو اؤ ځوابونو په برخه یا خانه کې ویل شوي چې دهمجنس پرستانو اؤ نرښځیانو په ګډون د رقم رجحاناتو لرونکي کسان سعودي عرب ته د ننوتلو اجازه لري اؤ دلته له هیچا هم دشخصي بڼې پوښتنې نه کیږي.
په پېښور کې دنرښځیانو داتحادیې مشرې یا مشر ارزو خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې دسعودي دحکومت دا اقدام ستایلی دی اؤ وایي دې سره به دخېبر پښتونخوا اؤ نورې نړۍ نه په لکونو نرښځیانو ته د حج اؤ عمرې کولو موقعه په لاس ورشي.
هغه وویل په نزدې وختونو کې یو نرښځی د سوات اؤ درې دلاهور اؤ کراچۍ نه سعودي ته دعمرې ادا کولو لپاره تللي دي چې دې کې دریوؤ دنرښځیانو پېژند پاڼې یا شناختي کارډونه لرل اؤ یو نرښځی دسوات نه دسړو په کارډ عمرې ته تللی دی اؤ عمره یې کړې ده.
اروز خان وویل دا پخپله اؤ دده په شان نور ګڼ شمیر نرښځیان هم د ډيرو وختونو نه په زړه کې ارمان لري چې پخپل ژوند حج یا عمره وکړي خو وایي دسعودي حکومت تر اوسه نرښځیان دغه مقدس مقام ته نه پرېښودل اؤ اوس چې یې دا بندیز ختم کړو نو هیله من دی چې دا ارمان به یې پوره شي.
"مونږه هم مسلمانان یو،مونځونه اؤ عبادتونه کوؤ، چې نور مسلمانان په حج اؤ عمره وینو نو زمونږ هم زړه کې ارمان پیدا شي چې کاش یو ځل مونږه هم دا مقدس ځایونه ولیدلی"
خو په ټولنیزو رسنیو زیات مشهور شوی نرښځی ګل چاهت بیا خپلې دعمرې خاطرې ډیرې ترخې یادوي.
ګل چاهت په دې وروستیو کې سعودي عرب ته عمرې له تللی ؤ اؤ بیا یې له هغه ځایه په ټولنیزو رسنیو خپلې ویډیوګانې خپرې کړې وې چې ژړل یې پکې اؤ ګیله یې ګوله چې هلته ورسره امنیتي مامورینو ډیر بد سلوک کړی دی.
د وحدت نیوز په نوم دپېښور یوې ځایي رسنۍ سره پخپله تازه مرکه کې ګل چاهت ویلي چې سعودي کې ورسره دعمرې په مهال امنیتي چارواکو دومره بد سلوک کړی چې هغه په هیڅ حال دبیانېدو نه دی.
هر څو که ګل چاهت دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه بدسلوک دذهني،جسماني یا جنسي ځورونې په شکل کې ؤ که څه بله بڼه یې لرله خو هغه وایي که دغه حال ېې وویلو نو مسلمانان به ترې خفه شي اؤ رقم،رقم تورونه به پرې ولګوي
دسعودي عرب د دولتي ویب پاڼې دپوښتنو په دغه خانه کې دیوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویل شوي چې له واده پرته هم جوړو(ښځو اؤ سړو) ته اجازه ترلاسه ده چې سعودي عرب ته ننوځي اؤ هلته په هر هوټل کې یو ځائ پاتې کیدای شي.
ددغه خانې دیوې بلې پوښتنې په ځواب کې ویل شوي چې سعودي عرب کې مېرمنې په ولسي ځایونو کې دلامبلو لپاره دلامبو لنډ لباس نه شي اچولی اؤ دا چې په ټولو خلکو دسیمې د روایاتو اؤ قواننیو درناوی کول لازم دي.
دیوې بلې پوښتنې ځواب کې روښانه کړل شوې ده چې سعودي عرب کې دشرابو پلورل جرم دی اؤ دلته شراب نه ترلاسه کیږي خو دهغې په ځائ دمیلمنو میلمستیا په ښو شربتونو کولی شي.
ډاڼ ورځپاڼه خپل رپورټ کې وایي هرڅو که دپوښتنو په دغه برخه کې دهمجنس پرستانو اؤ نرښځیانو سعودي ته دننوتلو داجازې پخلی شوی دی خو دا پکې نه ده واضحه کړل شوی چې دغسې خلک دهوټلونو په خونو کې یوځاي پاتې کیدای شي که نه؟
دسعودي عرب په ګډون دنړۍ ګڼو اسلامي هیوادونو کې همجنس پرستي حرامه ګڼل کیږي اؤ هم پکې نرښځیانو ته په ښه نظر نه کتل کیږي.