شمالي وزیرستان: امنیتي ځواکونه وایي د ټي ټي پي د ځانمرګو بریدونو د پلان جوړونې مشر یې وژلی

دامنیتي سرچینې وایي دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنیتي‌ځواکونو دیوې نښتې په مهال دټي ټي پي مهم کمانډر صدام لنګړا وژلی دی.

د جمعې په ورځ پاکستاني رسنۍ جیو د چارواکو له خولې خپل رپورټ کې ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې کړي دي.

د وژل شوي طالب کمانډر پخپله ویل شوي چې هغه دټي ټي پي دځانمرګي بریدونو دپلان جوړونې مشر ؤ.

دپاکستان پوځ اؤ یا تحریک طالبان پاکستان لا په سمدستي توګه ددې پېښې په اړوند څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دخېبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو په ځانګړي توګه قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ لړۍ چټک شوې اؤ دترهګرو په بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

خو دترهګریزو بریدونو دلړۍ چټک کیدو سره سم امنیتي ځواکونو هم په قبایلي ضلعو کې داستخباراتي معلوماتو په اساس خپل عملیات چټک کړي اؤ په دې عملیاتو کې یې دټي ټي پي دګڼ شمیر کمانډرانو اؤ وسله والو د وژلو دعوې کړې دي.

د روانې میاشتې په پیل کې دغیر دولتي څېړنیزې ادار پاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز په یو رپورت کې مخې ته د راغلو شمیرو له مخې دتېر اپریل په میاشت کې دترهګرۍ پېښو کې 23فیصدي اؤ په دې کې اوښتو ځاني زیانونو کې 17 فیصدي اضافه لیدل شوې ده.

دغه رپورټ ښایي چې خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده اؤ قبایلي ضلعو کې دترهګرۍ پېښې 100فیصدي زیاتې شوې دي.

رپورټ وایي په تېره میاشت کې امنیتي ځواکونو ته اوړیدلو ځاني زیانونو کې هم 35 فیصدي اضافه ریکارډ کړل شوې ده.

پورټ کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو هم تېره میاشت دتندلارو اؤ ترهګرو پر ضد خپل عملیات لا پسې سیوا کړي دي اؤ په بیلابیلو عملیاتو کې 41 ترهګر وژل شوي اؤ 40 نور نیول شوي دي.

رپورټ ښایي چې تېره میاشت امنیتي ځواکونو زیات عملیات خېبر پښتونخوا صوبه کې کړي چې پکې د وژل شوؤ تندلارو شمیره 30 اؤ دنیول شوؤ شمیره 14 ښودل شوې ده.

دپاکستان انسټي ټیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکیورٹی اسټډیز دا رپورټ په ګوته کوي چې تېره میاشت خېبر پښتونخوا صوبه ترهګرۍ تر ټولو زیاته اغېزمن کړې ده اؤ ترهګرو په دې صوبه کې 33بریدونه کړي چې پکې 45 کسان وژل شوي اؤ په دغو وژل شوؤ کسانو کې 23 امنیتي عسکر،17 ترهګر اؤ پینځه عام وګړي شامل دي.

همدا شان دې بریدونو کې 32 کسان ژوبل شوي هم دي چې 17 پکې عسکر اؤ 10عام وګړي ښودل شوي.

رپورټ ښایي چې دخېبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ 19 اؤ‌ په قبایلي ضلعو کې 14 پېښې ریکارډ کړل شوي دي.

په قبایلي ضلعو کې تېره میاشت دترهګرۍ پېښې 100 فیصدي سیوا شوي دي ، په مارچ کې دغو سیمو کې ټول اووه بریدونه شوي وؤ چې اپریل کې یې بیا شمیره 14 ته لوړه شوې ده.