"په لیدو دې خوشاله شوم" چیف جسټس د خپلې جملې سپیناوی کړی خو مریم نواز ترې سختې پوښتنې کړي

"په لیدو دې خوشاله شوم" دا د پاکستان دسپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطاء بندیال له خولې دپخواني وزیراعظم عمران خان لپاره وتلې هغه جمله ده چې په پاکستان کې یې دعدالت اؤ سیاست ترمنځ تاؤ تریخوالی تر بل هر وخت زیات کړی دی.

خو په مشر قاضي ددې جملې له امله هرلوري نه له شوؤ نیوکو وروسته هغه سپیناوی کړی دی چې دا یې عادت دی اؤ د احترام په توګه هر چاته وایي "په لیدو دې خوشاله شوم".

د مشر قاضي دې سپیناوي ته خپل غبرګون کې دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز له هغه پوښتنه کړې ده چې د اربونو روپو ډاکه اچوونکو څومره مجرمانو ته ته وایي، په لیدو دې خوښ شوم؟

تېره اوونۍ چې کله دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان دغبن په یوه مقدمه کې له نیول کیدو وروسته سپریم کورټ ته وړاندې کړل شو نو دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال دهغه په لیدنه وویل "ګډ ټو سي یو" (په لیدو دې خوښ شوم)

دمشر قاضي په دې وړه جمله دپاکستان دننه په عدلیه د نیوکو یو طوفان راولاړ شو اؤ په حکومتي کې دشاملو سیاسي ګوندونو مشرانو پوښتنې راولاړې کړې چې څنګه مشر قاضي پخپل یو عدالت کې یو ملزم ته وایي په دلیدو دې خوښ شوم ؟

نن دنهې په ورځ سپریم کورټ کې دیوې سول مقدمې د اوریدنې په مهال دخپلې دغه جملې سپیناوی وروسته له هغې وکړو چې وکیل اصغر سبزواري ته یې وویل "په لیدو دې خوښ شوم ،پس له ډیرې مودې ته زما عدالت ته راغلې"

اؤ ددې جملې سره سم هغه بیا دعمران خان په اړه دخپلې دې جملې سپیناوی وکړو.

"دا زه هرچاته وایم ،پر ما د ګډ ټو سي یو ویلو له امله نیوکې وشوې"

دمشر قاضي وینا وه" زه هر چاته درناوی ورکوم،ادب اؤ اخلاق ټولو لپاره ضروري دي،دادب اؤ اخلاقو نه پرته خوند نه وي"

خو دپاکستان په رسنیو دمشر قاضي ددې سپیناوي دخپریدو سره سم د ټکه دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې دمشر قاضي په دې سپیناوي خپل غبرګون ښکاره کړو.

مریم نواز په ټویټر ولیکل "د اربونو ډاکه اچوونکو څومره مجرمانو ته ته ګډ ټو سي یو وایي؟ هر یو ته درجسټرار دفون لارې مرسیډيز هم راغواړې اؤ رخصتوې یې ؟هر یو دجیل نه ریسټ هاوس ته هم لیږې؟"

دنیب لخوا دغبن په مقدمه کې له نیول کیدو وروسته تېره اوونۍ دچیف جسټس په مشرۍ د سپریم کورټ درې کسیز بینچ عمران خان په داسې حال کې ریسټ هاوس کې خپل میلمه کړی ؤ چې نیب دهغه داتوؤ ورځو جسماني ریمانډ اخستی ؤ اؤ سپریم کورټ په دغه موقعه امر کړی ؤ چې عمران خان سره ریسټ هاوس کې دهغه دکورنۍ غړي اؤ نزدې ملګري هم لیدنه کولی شي.

مریم نواز پخپل ټویټ کې پوښتنه کړې ده "ایا ته پر ټولو همداسې په ریمانډ کې د ضمانتونو باران کوې،ټولو ته وایې چې لس دکورنۍ غړې دې راوغواړه ،ګپې شپې ولګوه اؤ اوده شه؟"

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې واکمن ایتلاف پي ډي ایم پرون دګل په ورځ دسپریم کورټ دفیصلو پرضد اسلام اباد کې دسپریم کورټ د ودانۍ مخې ته یوه احتجاجي دهرنا یا ناسته هم کړې وه .

احتجاجي ناستې ته خپله وینا کې دپي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وؤ پر چا چې دانصاف ذمه وارۍ وي نو باید هر لوري ته یو شان پاملرنه وکړي .

هغه ویلي وؤ دعدالت جانبدارانه فیصلې به ونه مني اؤ که چرې چیف جسټس د حکومت پرضد ګام واخستو نو سیاسي ګوندونه اؤ پارلیمان به دحکومت تحفظ کوي.