د G-7 غونډه کې په روس باندې نور بندیزونه لګول کېږي، تمه کېږي صدر زلنسکي هم پکې ګډون وکړي

واشنګټن ـــــ په جاپان کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قوتونو G-7 په سرمشریزه کې په روس باندې نور بندیزونه لګېږي او د هغو کسانو خلاف به ګامونه واخلي چې له دوی سره په جګړه کې مرسته کوي.

په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکا په ایټم بم تباه شوي‌ ښار هیروشیما کې درې ورځنۍ غونډه نن پیلېږي او د مې تر 21مې به دوام کوي. ټاکل شوې چې د اوکراین صدر هم په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د صدر جوبایډن ادارې یوه چارواکي چې نوم یې د معمول غوندې نه دی په ډاګه شوی خبریالانو ته وویل، د جاپان د هیروشیما ښار په سرمشریزه کې به په سلګونو نور بندیزونه او د برآمداتو یا صادراتو کنټرول هم اعلان کړي.

دغه چارواکي ویلي یواځې د امریکې بندیزونه به شاوخوا 70 روسي او د درېیم هیواد هغه کمپنۍ په تور فهرست کې شاملې کړي چې د ماسکو په دفاعي پیداوار کې لاس لري.

وایي له دې سره سره به تر 300 زیاتو کسانو، ادارو، الوتکو او کښتیو باندې هم بندیز ولګېږي او د G-7 ډلې نور هیوادونه به په روانه اوونۍ کې خپل خپل بندیزونه اعلان کړي.

دغه چارواکي وویل چې د بندیزونو مقصد د روس حیثیت متاثره کول دي چې نور د جګړې لپاره د وسلو او رسد تر لاسه کولو هڅې ونه کړي او له بندیزونو د تېښتې مخه یې ونیسي.

همدارنګه وایي‌ دا بندیزونه به د روس پر انرجۍ د یورپ تکیه را کمه کړي او د دغو اقتصادي قوتونو مشران به نورې هڅې هم وکړي چې نړیوال مالي نظام ته د روس لاسرسی محدود کړي او هڅه به وکړي چې د روس ازادې شتمنۍ کنګل وساتي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د G-7 مشران به په دې درې ورځنۍ سرمشریزه کې د روس او چین پر وړاندې د متحد محاذ د جوړولو هڅه وکړي. صدر بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د جاپان له وزیراعظم فومیو کیشیدا سره په لیدنه کې وویل:

"موږ د اوکراین د خلکو په شمول- چې د خپلې خاورې د خپلواکۍ دفاع کوي د ګډو ارزښتونو ملاتړ کوو او روس د خپلو وحشیانه تېریو لپاره ځواب ورکوونکې ګڼو."

ټاکل شوې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي هم د جاپان په سرمشریزه کې ګډون وکړي. د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې د جاپان وزیراعظم پرون ویلي وو چې هغه به آنلاین وینا وکړي، خو وایي د هغه له پلانه خبرو سرچینو ورته ویلي چې پخپله به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د G-7 هیوادونو مخکې لا د روس پر بېنکونو او پوځي کمپنیو بندیزونه لګولي او د روس د تیلو نرخ یې ټاکلی دی، خو تمه ده چې په دې غونډه کې به د روس د پینځه اربه ډالرو الماسو د تجارت په ګډون پر یو لړ نورو توکو د سختو بندیزونو او نویو اقداماتو په اړه هم خبرې وشي.

د یورپي اتحاد یو چارواکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، د جاپان غونډه به په دې هیله د روس د الماسو د اربونو ډالرو پر تجارت د بندیز په اړه هم بحث وکړي، چې د اوکراین د جګړې لپاره د ماسکو وړتیا نوره هم کمزورې شي:

"زموږ په فکر موږ دې ته اړتیا لرو چې په دې برخه کې د روس د تجارت برآمدات محدود کړو، خو ښایي دا ممکن نه وي چې G-7 په جاپان کې له اقتصادي پلوه پر دې حساسه موضوع اتفاق ته ورسیږي".

د هند وزیراعظم نریندرا مودي هم د پرمختللو اقتصاد لرونکو هیوادونو له نورو مشرانو سره د جاپان د هیروشیما سرمشریزې ته بلل شوی دی.

د G-7 هیوادونو تېر کال هم په روس باندې زیات بندیزونه لګولي وو، خو له هغو څانګو سره یې ډېر احتیاط کړی وو چې کولای شي د یورپي هېوادونو اقتصاد ته له دې کبله نور زیان ورسوي چې لا هم د کورونا وبا له اقتصادي اغېزو د خلاصون هڅې کوي.