مرکزي کابینې د 9مئ د پېښو په اړوند د ملي امنیت د کمېټې د پرېکړو ملاتړ کړی دی

دپاکستان مرکزي کابینې په 9مئ پاکستان کې دتشدد اؤ اړي ګړي د رامنځته شوؤ پېښو په اړوند دملي امنیت دکمیټې دهغو پرېکړو ملاتړ کړی دی چې له مخې به یې دغو پېښو کې دککړو کسانو پرضد پوځي محکمو کې مقدمې چلولی شي.

دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي د 9مئ پېښو کې دککړو کسانو پرضد به مقدمې په اییني توګه پوځي عدالتونو کې پرمخ وړل کیږي اؤ دې لپاره به نوي عدالتونه اؤ نوي قوانین نه جوړیږي.

دنهم مئ په پېښو دتورن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دجمعې په ورځ په وړومبي دتشدد اؤ اړي ګړي ددغو پېښو په جار غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې په دې پېښو پاکستان بدنام شوی اؤ باید دا بدې پېښې نه وې رامنځته شوې.

دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په مشرۍ دجمعې په ورځ دمرکزي کابینې غونډه شوې چې پکې په 9م مئ دبدامنۍ د رامنځته شوؤ پېښو په سختو ټکو غندنه شوې اؤ ددغو پېښو په اړوند دملي امنیت دکمیټې د وروستۍ پرېکړو ملاتړ اعلان کړل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دې غونډه کې د9مئ پېښو کې دککړو کسانو پرضد دسختو ګامونو په اخستلو ټینګار شوی دی.

دپاکستان دحکومتي اؤ پوځي مشرانو نه د راجوړې ملي امنیت دکمیټې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې ده چې په 9م مئ کومو کسانو دولتي اؤ پوځي ودانیو ته اورونه اچولي، بریدونه یې کړي یا ددې برید ګړو پشا څوک ولاړ دي دهغوي پرضد به پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول کیږي.

عرب ټي وي سره په خبرو کې دپاکستان ددفاع وزیر ویلي کومو کسانو چې دنهم مئ منصوبه جوړه کړې وه،بریدونه یې کړي یا یې دې بریدونو ته خلک لمسولي وؤ دهغوئ پرضد مقدمې به په اییني توګه پوځي عدالتونو کې پرمخ وړل کیږي.

هغه ویلي ددغو مقدمو لپاره به نوي عدالتونه اؤ نوي قوانین نه جوړیږي بلکې له وړاندې عدالتونه اؤ قوانین شته اؤ دهغې لاندې به دا ټول عمل سرته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو سازمانونه اؤ فعالین پاکستان کې په عامو خلکو دپوځي قوانینو لاندې دپوځ عدالتونو کې په مقدمو چلولو اندېښنې ښایي اؤ وایي ویره ده چې پوځي محکمو کې به مقدمو سره دمخ کسانو حقونه دپښو لاندې شي.

خو ددفاع وزیر خواجه اصف وویل کومو کسانو ته چې پوځي محکمې سزاګانې اوروي هغوي ته به ددې سزاګانو پرضد هایکورټس اؤ بیا سپریم کورټ کې داپیل کولو حق ترلاسه وي.

په نهم مئ پاکستان کې دبدامنۍ دا پېښې روسته له هغې رامنځته شوې وې چې دپخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو نه وروسته دهغه دګوند فعالین سړکونو ته داحتجاج لپاره راووتل اؤ دولتي اؤ پوځي تاسیساتو ته یې د اورونو لګولو ترڅنګ په پوځیانو اؤ پولیسو بریدونه هم وکړل.

دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان که هرڅو دعدالت په امر په مړاؤ ټکو کې ددې پېښو غندنه کړې وه خو ورسره سم یې دا تور هم لګولی ؤ چې اړی ګړی دده دګوند فعالینو نه دی کړی بلکې داستخباراتي ایجنسیو کسانو دده دګوند بدنامولو لپاره کړی دی.

خو دجمعې په ورځ لاهور هایکورټ ته د وړاندې کیدو په مهال خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان په وړومبي ځل په واضحه ټکو کې لاهور کې دپوځي مشر یا کور کمانډر په کور دشوي برید غندنه وکړه اؤ وي ویل څه چې شوي دا سې نه وه پکار ځکه چې دې سره دپاکستان بدنامي شوې ده.