نرښځیان نه خپل جنس بدلولی شي اؤ نه ځان دښځې یا سړي په توګه یادولی شي،د وفاقي شرعي عدالت فیصله

دپاکستان وفاقي شرعي عدالت دنرښځیانو دحقونو په اړوند دترانسجینډر ایکټ پرضد دغه عدالت په شوؤ خواستونو خپله پرېکړه اورولې اؤ ویلي یې دی نرښځیان نه خو خپل جنس بدلولی شي نه ځان دښځې یا سړي په توګه یادولی شي.

د وفاق شرعي عدالت دمشرقاضي سید محمد انور اؤ قاضي خادم حسین له لوري دجمعې په ورځ اورول شوې دې فیصله کې دټرانسجینډر ایکټ دویمه اؤ دریمه دفعه داسلامي تعلیماتو پرضد ګرځول شوې ده .

عدالت خپله فیصله کې ویلي چې دنرښځیانو دحقونو ددې قانون اوومه دفعه هم داسلام اؤ شریعت سره په ټکر کې ده ځکه چې دبدني جوړښت اؤ خودساخته پېژندګلو په اساس ځوک نرښځی نه شي ګرځول کیدای.

پرېکړه کې ویل شوي چې حکومت نرښځیانو ته دهغوئ دټولو حقونو ورکولو پابند دی اؤ اسلام هم نرښځیانو ته دهغوئ انساني حقونه ورکړي دي.

د وفاقي شرعي عدالت دفیصلې له مخې په وراثت کې برخه دجنس په اساس ورکول کیږي اؤ یوه ښځه یا سړی که دخپل پیدایشي جنس نه ور په اخوا ځانته نرښځی وایي نو دا به دشریعت پرضد عمل وي.

فیصله کې ویل شوي چې دجنس تعلق د انسان دبایولوجیکل سیکس سره وي اؤ دنمونځ،روژې اؤ حج په ګډون د یو شمیر عباداتو تعلق دجنس سره دی .

دفیصلې له مخې دجنس ټاکنه دانسان داحساساتو په اساس نه شي کیدای.

د جماعت اسلامي سینيټر مشتاق احمد د نرښځيانو د حقونو دقانوني مسودې 2018 په ضد وفاقي شرعي عدالت کې درخواست جمع کړی ؤ او دعوه يې کړې وه چې دا قانون د وراثت د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.

دسینیټ یوې غونډې ته خپله وینا کې د جماعت اسلامې سینیټر مشتاق احمد پر دغه قانون اعتراضونه کړي وؤ او دعوه یې کړې وه چې دنرښځیانو د حقونو په اړه ددې قانون چې کال 2018 کې جوړشوی دی، غلط استعمال روان دی.

ښاغلي مشتاق احمد ویلي وؤ کیدای شي چې په راتلونکې وخت کې هم دجنس په اړه ددې قانون څخه ناسمه استفاده وشي-

هغه وړاندیز کړی ؤ چې که څوک نادرا کې د جنس دبدلون غوښتنه کوي نو لومړی باید طبي معاینه وکړي ځکه چې د یو کس د جنس پیژندنې صلاحیت باید د طبي بورډ سره وي نه چې د یو فرد سره-

د جماعت اسلامي سینيټر ویلي وؤ، دغه قانوني مسودې اشخاصو ته د خپل جنس دپېژندګلوۍ د بدلولو حق ورکړی دی اؤ 30,000 خلکو نادرا ته د خپل جنس د بدلون لپاره درخواستونه کړي دي-

د بشرې حقونو کارمندې فرزانه باري په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې دغه قانون نرښخیانو ته د هغوئ دحقونو ورکولو یو لاره بللې وه.

هغې ویلي وؤ "دا په کوم ټکي چې بحث کیږې د څه امکان هم نشته ولې چې نادرا د نرښخي پر شناختي کارډ کې ایکس لیکي چې د سره واده کولی نه شي- او بل چې د طبې معاینې غوښتنه ده نو دا د یو تن دشخصیت په ضد عمل دی"