واشنګټن- د اوکراين په بخموت سيمه کې د روسي او اوکرايني ځواکونو تر منځ جګړه اوږده شوې او د شخصي روس پلوه ملېشې مشر ميډيا ته ويلي په دغه ښار کې يې تر 20,000 پورې د ځواک پوځیان وژل شوي دي.
د ويګنر ملېشې مشر يوګيني پرېګوژين د روس نزدې 50,000 سزا شوي خلک د لږ ډېر تربيت نه وروستو دې جنګي سنګرونو ته لېږلی چې د ميډيا رپوټونو تر مخه نزدې 20 فیصده ځواک يې تر اوسه وژل شوی دی.
دا شمېر د روس د سرکاري شمېرو نه بېخي بدل دی ځکه روس دعوه کوي تر اوسه په روانه پينځلس مياشتنې جګړه کې يې نزدې 6000 پوځيان وژل شوي.
د روسي ځواکونو د وژنې خبرونه ښايي روسي ځواک ته د افغانستان په لس کلن جنګ کې دومره مرګ ژوبله نه وه اوښتلې لکه چې څومره ورته په اوکراين کې واوړېدله.
په افغانستان کې د روسي شمارو ترمخه 15,000 روسي پوځيان وژلي شوي وو.
اوکراين د خپلو وژل شوو پوځيانو او جنګيالو شمېر نه دی ښودلی.
څېړونکي وايي په دې باور دي يواځې د بخموت په نهه مياشتنۍ جګړه کې په زرګونو پوځيان او جنګيالي مړه دي چې پکې هغه سزا شوي روسيان هم دي کوم چې د لږې تربيې وروستو د جنګ ليکو ته ولېږل شول.
د ويګنر مشر په يوه مرکه کې يوې کرېملېن پلوه رسنۍ ته ويلي د روس د يرغل هدف چې اوکراين خالي سلا کړي ناکامه شوی او په مقابل کې يې د اوکراين ځواک قوي شوی چې ورته د غربي ملاتړو لخوا وسلې او تربيه ورکول کيږي.