د امریکې د استازو اېوان د پور د حد زیاتولو او لګښتونو کمولو قانوني مسوده منظوره کړه

واشنګټن ــــ د امریکې د استازو اېوان تر اوږده بحث وروسته د پور یا قرض د حد زیاتولو او د حکومت په کالني بجټ کې د لګښتونو د کموالي د قانوني مسودې منظوري ورکړه چې ورسره د امریکې د ډیفالټ یا د قرضو په ادایګۍ کې د کمزورۍ اندېښنې هم ختم شوې.

دغه قانوني مسوده به اوس د روانې اوونۍ په اخر کې سېنټ ته د منظورۍ لپاره لېږل کېږي او بیا به په رسمي توګه د قانون بڼه خپلوي.

په سېنټ کې د اکثریت مشر چک شومر او د اقلیت مشر میچ مک کانل وایي دوی هیله لري چې په راتلونکو ورځو کې په سېنټ کې هم دا قانوني مسوده منظوره کړي او صدر جو بایډن ته یې د لاسلیک کولو لپاره ولېږي.

د امریکې د خزانې وزارت خبرداری ورکړی که چېرې د قرضې حد زیات نه شي نو د راتلونکي ګل- دوشنبې په ورځ به د هېواد د بِلونو د پرې کولو لپاره پیسې ختمې شي.

د پور د حد زیاتولو پر معامله باندې د امریکې د دواړو ګوندونو تر منځ په تېرو اوونیو کې سخت اختلافات وو، خو د شورو- چارشنبې په ورځ ناوخته د استازو په اېوان کې دواړو ګوندونو د پور زیاتولو قانوني مسوده په ګډه منظوره کړه.

د امریکې د استازو اېوان په 435 غړو کې اکثریت یعنې 314 غړو د دې قانوني مسودې په ملاتړ رایې ورکړې او 117 غړو یې په مخالفت کې ووټونه واچول.

په استازو اېوان کې ریپبلکن ګوند اکثریت لري خو په ډېر لږ توپیر سره ډیموکرېټ ګوند په اقلیت کې دی.

د حکومتي پورونو د کچې د زیاتوالي او په فیډرل بجټ کې د کموالي د قانوني مسودې په حق کې 149 ریپبلکنو او 165 ډیموکرېټانو رایې ورکړې، خو 71 ریپبلکنو او 46 ډیموکرېټانو یې په خلاف رایې ورکړې.

د ریپبلکن ګوند د ښي اړخي غړو له خوا د دواړو ګوندونو تر منځ د قانوني مسودې پر سر د جوړجاړي خلاف د مزاحمت له کبله پرون په اېوان کې ټوله ورځ د ګډوډۍ حالت وو. د ډیموکرېټ ګوند د غړو په وینا ریپبلکن غواړي راتلونکې اوونۍ د ډیفالټ خطر پر سر واخلي.

د استازو اېوان د ریپبلکن سپیکر کېوین مک کارتي او ولسمشر جوبایډن تر منځ څو ځله تر خبرو اترو وروسته دواړه ګوندونه پر دې سره همږغي شول چې د پور کچه زیاته او فیډرل لګښتونه را کم کړل شي.

د استازو اېوان سپیکر کېوین مک کارتي د شورو- چارشنبې په ورځ د دې قانوني مسودې د منظور په وخت په خپله وینا کې وویل، چې ګوند یې د امریکې د هیلو لپاره کار کوي.

مک کارتي په بجټ کې د لګښتونو د کموالي ستاینه وکړه او ویې ویل، اوس دې ته اړتیا ده چې د واشنګټن په تېزۍ سره روان لګښتونه را کم کړل شي.

خو بل لور ته د ریپبلکن ګوند ډېرو غړو بیا په بجټ کې پر کموالي باندې بې اطمیناني هم ښکاره کړ او ویې ویل چې په حکومتي لګښتونو کې راوستل شوې کمي د پام وړ نه ده، خو مک کارتي ورته وویل چې دا لومړی ګام دی.

صدر جوبایډن د دې قانوني مسودې د منظورۍ هرکلی کړی او په یوه بیان کې یې دا تړون د "دوه اړخیز جوړجاړي" په توګه ستایلی دی. صدر بایډن ویلي، "دا [بِل] د تېرو دوو کلونو مهم لومړیتوبونه او لاسته راوړنې خوندي کوي".

د یادونې وړ ده چې د صدر بایډن او سپیکر مک کارتي تر منځ د جوړجاړي په وړاندیز کې د 2025م تر جنورۍ پورې د اوسني 31.4 ټریلین ډالرو پور حد ختمول او د دوه کلن بجټ تړون شامل وو چې په بنیاد به یې په اکتوبر کې پیلېدونکي مالي کال کې فیډرل لګښتونه محدودېږي او په راتلونکو 12 میاشتو کې تر 2025 پورې به یو فیصده زیاتېږي.